بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د جمعه خان فاتح د وسله والو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده. ځايي سرچینې وايي، چې نښته ،د اګست په ۱۱مه، د شاخ درې او خوغز په سیمو کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یو شمېر کسان د رېنجر موټرو او وسلو د تسلیمۍ لپاره د جمعه خان فاتح تر نفوذ لاندې سیمې ته ورغلل.

 

د سرچینو په وینا، د وسلو او پوځي وسایطو د تسلیمۍ پر سر د دواړو لوریو ترمنځ خبرې په وسله واله نښته بدلې شوې دي. تر اوسه په دې نښته کې د مرګ‌ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او طالبانو هم د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

 

جمعه خان فاتح، چې د بدخشان په ځینو سیمو کې نفوذ لري، له طالبانو سره تر دې وړاندې هم د اختلافاتو په تړاو یاد شوی دی.

 

د بدخشان وروستي وضعیت ته په کتو، د طالبانو د مرکزي رهبرۍ او سیمه ‌ییزو شبکو ترمنځ د واک او نفوذ سیالي، د کانونو د عوایدو کنټرول او د وسله والو مخالفو ډلو فعالیتونه د دې ولایت د امنیتي وضعیت مهم عوامل بلل کېږي.

 

د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په تېرو پنځو کلونو کې هڅه کړې ده چې د بدخشان مهم سیاسي، امنیتي او اقتصادي مرکزونه د سیمه‌ ییزو طالبانو له نفوذه وباسي او د مرکزي رهبرۍ ته نږدې کسانو ته یې وسپاري.

 

خو د بدخشان یو شمېر سیمه ‌ییز طالب چارواکي لا هم په اداري او امنیتي جوړښتونو کې حضور لري.

 

د سرو زرو د کانونو او د هغوي د عوایدو پر سر سیالي هم د طالبانو د مرکزي رهبرۍ او په بدخشان کې د سیمه ‌ییزو شبکو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه بلل کېږي.

 

د چارواکو ګوښه کول، د قوماندانانو نیول او د کانونو د مدیریت بدلونونه، د سیمه‌ ییزو طالبانو له نظره د هغوي د اقتصادي او پوځي نفوذ د کمولو هڅې دي، خو د طالبانو مرکزي چارواکي دا ډول بدلونونه د عادي اداري بهیر برخه بولي.

 

په بدخشان کې د داعش خراسان فعالیتونه هم د طالبانو لپاره یوه امنیتي ننګونه ده. د راپورونو له مخې، داعش خراسان لا هم د طالبانو د چارواکو د هدف ګرځولو وړتیا لري، خو داسې شواهد نشته چې دغه ډله دې په پراخه کچه د سیمو د نیولو او ساتلو وړتیا ولري.

 

په تېرو کلونو کې لږ تر لږه پنځه لوړپوړي بدخشاني طالب چارواکي په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي او د ډېرو دغو بریدونو مسوولیت داعش خراسان منلی دی. له بلې خوا، لږ تر لږه څلور د طالبانو مخالفې وسله والې جبهې د بدخشان په ځینو سیمو کې فعالې بلل کېږي. د دغو ډلو له خوا په تېرو درېیو میاشتو کې د ولایت په لسو ولسوالیو کې د عملیاتو دعوې شوې دي.

 

خو د دغو ډلو د دعوه شوو تلفاتو او ځمکني کنټرول کچه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

د سرو زرو کانونه په بدخشان کې د اقتصادي او امنیتي سیالیو له مهمو محورونو څخه دي. په تېرو درېیو کلونو کې په بدخشان او د دغه ولایت په اړوندو سرحدي سیمو کې لږ تر لږه اووه پېښې د چینايي وګړو پر وړاندې شوې دي چې د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه نهه کسان پکې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د دغو پېښو ډېره برخه د سرو زرو له کانونو او کان‌ کېندنې سره تړاو لري.

 

بل لور ته، د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو، د کانونو او د سیمه ‌ییزو چارواکو د ټاکلو پر سر هم څو ځله د خلکو او طالبانو ترمنځ اعتراضونه او وسله والې نښتې شوې دي.

 

د بدخشان د وضعیت څارونکي وايي، چې دا اعتراضونه ښيي چې په ولایت کې نارضایتي یوازې اقتصادي ستونزو پورې محدوده نه ده، بلکې د طالبانو له سیاستونو، د غیربومي ځواکونو له حضور او د واک د وېش له څرنګوالي سره هم تړاو لري.

 

پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبان بېرته په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په بدخشان کې د واک پوښتنه یوازې د والي یا امنیه قوماندان د نوم له ټاکلو سره نه حل کېږي. د دې ولایت وضعیت د څو موازي شخړو تر اغېز لاندې دی؛ له یوې خوا د طالبانو د مرکزي رهبرۍ او سیمه‌ ییزو قوماندانانو ترمنځ د نفوذ سیالي ده، له بلې خوا د کانونو او په ځانګړي ډول د سرو زرو د عوایدو د کنټرول موضوع مطرح ده.

 

د داعش خراسان ګواښ، د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو فعالیتونه او د خلکو ټولنیزې او مذهبي نارضایتۍ هم د بدخشان د امنیتي او سیاسي وضعیت مهم اړخونه جوړوي.

 

د نسي ولسوالۍ په شاخ درې او خوغز کې د طالبانو او د جمعه خان فاتح د وسله والو ترمنځ وروستۍ نښته هم ښیي د همدې پراخو سیالیو یوه بله نښه وي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې د دې نښتې پایلې او د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف راتلونکی پړاو به څه وي.