یمن / سره سمندر : د یمن چارواکي وايي، چې حوثي وسله والو د باب المندب په تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د بالستیک میزایلو برید کړی، چې له امله یې د بېړۍ د عملې د څلورو غړو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او لږ تر لږه لس نور ژوبل شوي دي.
د یمن د نړیوال پېژندل شوي حکومت د ټرانسپورټ وزارت ،داګست په ۱۱مه، ویلي دي، چې حوثیانو د «تیهامه» په نوم پر سوداګریزې بېړۍ درې بالستیک میزایل ویشتلي دي. دا بېړۍ د مصر د یو شرکت ملکیت او د تنزانیا تر بیرغ لاندې روانه وه.
د یمن د چارواکو په وینا، په لومړي برید کې د بېړۍ څلور عمله وال ووژل شول، چې درې یې پاکستانیان او یو اندونیزیایي وګړی و. وروسته، کله چې د ژغورنې عملیات پېل شول، حوثیانو بیا برید وکړ او د یمن له حکومت سره د تړلو «ملي مقاومت ځواکونو» دوه ژغورونکي هم ووژل شول.
په بریدونو کې د بېړۍ د عملې او د یمن د ساحلي ساتونکو په ګډون لس نور کسان هم ژوبل شوي دي. حوثیانو د دې ځانګړې بېړۍ د برید بشپړ مسوولیت سمدستي نه و منلی، خو د دوي له خوا ویل شوي دي چې په سیمه کې یې یوه بېړۍ په نښه کړې وه، ځکه د دوې په دعوه، سعودي پوځي سامان یې لېږداوه. د دې دعوې خپلواکه تایید نه دی شوی.
اسوشیټېډ پرېس او رویټرز وايي، چې دا د ایران او امریکا د روانې جګړې له پیلېدو وروسته د حوثیانو له خوا پر سوداګریزو بېړیو لومړنی برید دی چې پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
باب المندب د سره سمندر او عدن خلیج ترمنځ یوه مهمه سمندري لار ده، چې د نړیوال تجارت او د تېلو د لېږد لویه برخه ترې تېرېږي. په دې سیمه کې تازه بریدونو یو ځل بیا د نړیوالو سوداګریزو بېړیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.


شال نیوز