هرات : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما، ویلي دي چې د دې ادارې دوه افغان کارکوونکي په هرات کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

یوناما ، د اګست په ۱۱مه، امو ټلویزیون ته ویلي دي، چې دواړه کارکوونکي د اګست پر ۹مه نیول شوي، خو تر اوسه ورته نه دي ویل شوي چې پر هغوي څه تورونه لګېدلي دي. د ادارې په وینا، تر اوسه یې له نیول شویو کارکوونکو سره د لیدو اجازه هم نه ده ترلاسه کړې.

د نیول شویو کسانو هویت، د نیولو دقیق ځای او دا چې اوس چرته ساتل کېږي، نه دي څرګند شوي. یوناما له طالب چارواکو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو حقونو او خوندیتوب ته درناوی وکړي او د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې دغه دوه کسان د کومو تورونو یا د کومې قضیې په تړاو نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د افغان کارکوونکو نیول په داسې وخت کې شوي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو او مرستندویه ادارو د افغان کارکوونکو د خوندیتوب، د هغوي د تګ راتګ او د کاري فعالیتونو پر ازادۍ اندېښنې دوام لري.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت دی چې د بشري حقونو، سیاسي وضعیت، بشري مرستو او له افغان چارواکو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

تر اوسه د نیول شویو دوو کارکوونکو د خوشي کېدو یا د هغوي د قضیې د راتلونکو قانوني پړاوونو په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.