پېښور : د پېښور پوهنتون سنډیکیټ د زده‌ کوونکو په داخلو کې د کمښت او روانو مالي ستونزو له امله د پوهنتون د ۲۰ علمي څانګو د یو ځای کولو منظوري ورکړې ده. د دې پرېکړې وروستۍ منظوري به د پوهنتون سېنېټ ورکوي.

د پرېکړې له مخې، پښتو اکېډمي به د پښتو څانګې سره یو ځای شي، په داسې حال کې چې د ټولنپوهنې، جنډر سټډیز او ټولنیزو بشري څېړنو څانګې به په یوه ګډه څانګه کې مدغمې شي. همداراز د تاریخ، فلسفې، نړیوالو اړیکو او سیمه‌ ییزو مطالعاتو د څانګو د یو ځای کولو وړاندیز هم منظور شوی دی.

د پوهنتون ویاند ،د اګست په ۱۱مه، ویلي دي، چې د څانګو له یو ځای کېدو وروسته به هم په پېښور پوهنتون کې تر ۷۰ زیات د بي‌ اېس تعلیمي پروګرامونه روان وي او محصلینو ته به په بېلابېلو برخو کې د زده‌ کړو زمینه برابره وي.

د پوهنتون ځینې استادان وايي، چې په یو شمېر څانګو کې د داخلې د کمېدو یو مهم لامل دا دی چې د تعلیمي پروګرامونو او د روزګار د بازار د اړتیاوو ترمنځ لازم تړاو نه دی رامنځته شوی.

د پوهنتون اداره د څانګو یو ځای کول د لګښتونو د راکمولو او د موجودو علمي او مالي سرچینو د اغېزمن استعمال هڅه بولي، خو د پرېکړې عملي کېدل د سېنېټ له وروستۍ منظورۍ سره تړلي دي.