جاني خېل : د بنو په جاني خېل سیمه کې ،د اګست پر ۱۱مه، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي سرچینو ویلي دي، چې عملیات د جاني خېلو په شاهد خان کلي کې ترسره شوي، چې پر مهال یې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ډزې شوې دي. د سرچینو په وینا، له نښتې وروسته د دواړو وژل شویو وسله والو جسدونه یوې سیمه ییزې امنیتي ډلې ترلاسه کړي دي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او له کومې وسله والې ډلې سره د هغوي تړاو نه دی څرګند شوی. امنیتي چارواکو دا هم نه دي ویلي چې له وژل شویو کسانو څخه کومې وسلې یا نور توکي ترلاسه شوي که نه.
په همدې ورځ په یوه جلا پېښه کې د بنو د میریان تحصیل په خاني خېل سیمه کې د سړک غاړې ایښودل شوي بارود چاودېدلي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه تړلې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.
د دواړو پېښو په اړه تر اوسه نور رسمي جزییات نه دي خپاره شوي. او نه هم کومې وسله والې ډلې د پېښو په څه ويلي دي،


شال نیوز