کابل : افغانستان ایرلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته د ۲۰۲۷م کال د یو ورځني کرکټ نړیوال جام ته نېغ په نېغه لار موندلې ده.
افغان لوبډلې په دې بریا سره دا یقیني کړه چې د سپتمبر تر ۳۰مې، چې د نړیوال جام لپاره د نېغ په نېغه لار موندلو ټاکل شوې وروستۍ نېټه ده، د نړیوالې شورا د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې خپل اړین ځای وساتي.
افغانستان له اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا، انګلستان او بنګله دېش سره د هغو لوبډلو په کتار کې شامل شوی چې د نړیوالې درجه بندۍ له لارې یې نړیوال جام ته نېغه لار موندلې ده.
سویلي افریقا او زمبابوې د ۲۰۲۷م نړیوال جام د کوربه هېوادونو په توګه له وړاندې خپل ځایونه خوندي کړي دي، په داسې حال کې چې نمیبیا هم د سیالیو ګډ کوربه دی. نړیوال جام به په سویلي افریقا، زمبابوې او نمیبیا کې ترسره کېږي.
بل لور ته، دوه ځله نړیوال اتل وېسټ انډیز نېغ په نېغه نړیوال جام ته د رسېدو له موقعې پاتې شوی او اوس به د غوراوي سیالیو له لارې د نړیوال جام ټکټ ترلاسه کولو هڅه کوي.
دا درېیم پرله پسې نړیوال جام دی چې وېسټ انډیز ورته د غوراوي سیالیو له لارې د رسېدو هڅه کوي. دغه لوبډله د ۲۰۲۳م نړیوال جام ته په غوراوي سیالیو کې له ماتې وروسته نه وه رسېدلې.
د ۲۰۲۷م یو ورځني نړیوال جام بشپړ مهال وېش لا نه دی اعلان شوی.


شال نیوز