برمل : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې ،د اګست په ۱۲مه، ناپېژانده وسله والو د احساس کفالت پروګرام دفتر ته له ننوتلو وروسته ډزې کړې دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ډزو کې د دفتر یو کارکوونکی خالق نور وژل شوی، په داسې حال کې چې د یوې ښځې د ژوبلېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

ژوبل ښځه د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوې ده. تر اوسه د بریدګرو د هویت، د برید د لامل او د ژوبلې د روغتیايي حالت په اړه نور کره جزییات نه دي خپاره شوي.

پولیسو او ضلعي انتظامیې تر اوسه د پېښې په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی ورکړی.