کابل / نوي دیلي : د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې د هند د کرکټ ملي لوبډلې خلاف به د درې شل اوریزو نړیوالو لوبو د سیریز کوربه توب وکړي. د افغانستان د امنیتي حالاتو له امله به دا سیریز په افغانستان کې نه، بلکې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ترسره کېږي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، لومړۍ شل اوریزه لوبه به د سپتمبر پر ۱۳مه، دویمه پر ۱۵مه او درېیمه او وروستۍ لوبه به د سپتمبر پر ۱۷مه ترسره شي. درې واړه مېچونه به د نوي ډیلي په ارون جیټلي کرکټ سټېډیم کې وي.

په دې سیریز کې به افغانستان رسمي کوربه لوبډله وي، سره له دې چې لوبې د هند پر خاوره ترسره کېږي. افغانستان په تېرو کلونو کې هم د خپلو کورنیو نړیوالو سیریزونو لپاره د هند او متحده عربي اماراتو میدانونه کارولي دي.

دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د هند خلاف د یوې بشپړې دوه اړخیزې شل اوریزې لړۍ رسمي کوربه توب کوي. افغانستان او هند تر دې وړاندې هم په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یو بل سره مخ شوي دي.

افغانستان د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې په هند کې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې کړې وې، خو هغه مهال هند کوربه لوبډله وه.
 

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي دي، چې هند د افغانستان د کورنیو نړیوالو سیالیو لپاره یو مهم او مناسب ځای دی. د هند کرکټ بورډ هم ویلي دي چې د افغانستان د کرکټ له پرمختګ سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.