اسلام‌ اباد / سره سمندر : د پاکستان مرستیال وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، ویلي دي، چې په سره سمندر کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د حوثي وسله‌ والو په برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني وګړي وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

اسحاق ډار ،د اګست په ۱۲مه، د پېښې د تایید ترڅنګ د حوثیانو برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې پر غیرجنګي سوداګریزو بېړیو دا ډول بریدونه د بې‌ ګناه خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي او د نړیوال قانون سرغړونه ده.

 



د هغه په وینا، دغه بریدونه د سره سمندر د سمندري تګ راتګ، د سوداګریزو بېړیو د خوندیتوب او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره جدي ګواښ جوړوي.

اسحاق ډار ویلي دي، چې د پاکستان حکومت د سعودي عربستان له اړوندو چارواکو او د یمن له نړیوال پېژندل شوي حکومت سره په تماس کې دی، څو د پېښې، د وژل شویو پاکستاني وګړو او د برید د شرایطو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

تر اوسه د وژل شویو او ژوبل شوي پاکستاني وګړي هویت نه دی خپور شوی او دا هم نه ده څرګنده شوې چې هغوي پر بېړۍ کومې دندې ترسره کولې.

دغه برید په داسې وخت کې شوی دی چې پاکستان په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې بیا تېزې کړې دي. په وروستیو میاشتو کې په سره سمندر او باب‌ المندب کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونو د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري لارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.