بلخ / هرات : په افغانستان کې له ۱۳۰ ډېر هزاره او شیعه پوهنتوني زده‌ کوونکي دعوه کوي چې د بلخ او هرات په پوهنتونونو کې ورته د زده‌ کوونکو په لیلیو کې ځای نه دی ورکړل شوی.

 

امو ټلوېزیون ،د اګست په ۱۲مه، په یو ځانګړي راپور کې ویلي دي چې د دې موضوع په اړه یې له لسو اغېزمنو زده‌ کوونکو سره خبرې کړې دي. د راپور له مخې، دغو زده ‌کوونکو دعوه کړې ده چې د پوهنتونونو د دعوت او ارشاد اړوندو چارواکو د دوي د هزاره قام او شیعه مذهب له امله د لیلیې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

 

د راپور له مخې، له لیلیو محروم شوي زده‌ کوونکي د دایکنډي، بامیان، غور، روزګان، تخار، بلخ او سرپل ولایتونو اوسېدونکي دي. امو وايي، چې داسې اسناد یې هم ترلاسه کړي دي چې ښيي یو شمېر زده‌ کوونکو د لیلیې له نه ترلاسه کولو وروسته د پوهنتون پرېښودو اسناد لاسلیک کړي دي.

 

زده‌ کوونکي وايي، چې د استوګنې د ځای نه لرل د دوي لپاره د زده‌ کړو دوام ستونزمن کړی او ځینې یې دې ته اړ کړي دي چې پوهنتون پرېږدي. تر اوسه د بلخ او هرات د اړوندو پوهنتونونو چارواکو او د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت د دغو دعوو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه نه دی توانېدلی چې د زده‌ کوونکو د قامي یا مذهبي هویت پر بنسټ د لیلیو د نه ورکولو دعوه تایید کړي. تر دې دمه دغه مشخصه قضیه د امو ټلوېزیون پر راپور او له زده‌ کوونکو سره د هغوي پر مرکو ولاړه ده.