اسلام اباد / استرالیا : د پاکستان د تجارت وزارت وايي، چې د استرالیا وفاقي عدالت د باسمتي وریجو د نوم پر سر په روانه حقوقي شخړه کې د هند د کرنیزو او پروسس شویو خوراکي توکو د صادراتو ادارې «ای پي ای ډي ای» اپیل رد کړی دی.
د وزارت ،د اګست د ۱۲مې، د بیان له مخې، هندي ادارې غوښتل چې «باسمتي» په استرالیا کې د داسې مصدقه تجارتي نوم په توګه ثبت کړي چې د دې نوم د استعمال ځانګړی حق له هند سره پاتې شي.
پاکستان د هند له دې غوښتنې سره مخالفت کړی و او دریځ یې خپل کړی و چې باسمتي وریجې یوازې په هند کې نه، بلکې په پاکستان کې هم له اوږدې مودې راهیسې کرل کېږي او پاکستاني کروندګر، کاروباریان او صادرونکي د باسمتي نوم د استعمال حق لري.
د استرالیا د تجارتي نښو ادارې په ۲۰۲۲م کال کې د هند غوښتنه رد کړې وه. هندي ادارې وروسته د دې فیصلې پر ضد وفاقي عدالت ته اپیل وکړ، خو عدالت اوس دغه اپیل هم رد کړی دی.
د پاکستان د تجارت وزارت وايي، د عدالت تازه فیصله د پاکستان د باسمتي کروندګرو، د وریجو د پروسس کارخانو او صادرونکو لپاره یوه مهمه حقوقي بریا ده.
د وزارت په وینا، د استرالیا په حقوقي بهیر کې دا خبره هم منل شوې ده چې باسمتي وریجې په پاکستان او هند دواړو کې کرل کېږي، ځکه نو هند د «باسمتي» پر نوم د یوازیني او ځانګړي حق دعوه نه شي کولی.
عدالت هندي ادارې ته د مقدمې د لګښتونو د ورکولو حکم هم کړی دی.
پاکستان وايي، چې دغه فیصله په نړیوالو بازارونو کې د پاکستان د باسمتي وریجو د نوم او تجارتي حقونو د ساتنې لپاره مهمه ده، ځکه پاکستان د نړۍ د باسمتي وریجو له مهمو تولیدوونکو او صادرونکو هېوادونو څخه دی.
د باسمتي وریجو د نوم پر سر د پاکستان او هند حقوقي او تجارتي شخړه له څو کلونو راهیسې روانه ده او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په نړیوالو بازارونو کې د دې وریجو د نوم، پېژندګلو او تجارتي حقونو په برخه کې خپل دریځ خوندي کړي.


شال نیوز