واړۍ : د بر دیر د واړۍ سیمې د دسلور روغتون ته څېرمه ،د اګست په ۱۲مه، درې ماشومان په پنجکوړه سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوي، چې له ډلې یې دوه ماشومان ځايي خلکو ژوندي ژغورلي، خو یو ماشوم لا هم لادرکه دی.
د پېښې له خبر وروسته ریسکیو ۱۱۲۲ او د بېلابېلو فلاحي ادارو رضاکاران او غوته وهونکي سیمې ته رسېدلي او د ورک ماشوم د موندلو لپاره یې د پنجکوړې سیند په بېلابېلو برخو کې د لټون عملیات پېل کړي دي.
ریسکیو ډلې وايي، چې د سیند په بېلابېلو ځایونو کې د غوته وهونکو په مرسته پلټنې روانې دي، خو تر اوسه ورک ماشوم نه دی موندل شوی. ځايي انتظامیې او ریسکیو چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د سیند پر غاړه له غیرضروري ګڼې ګوڼې ډډه وکړي، څو د ژغورنې په عملیاتو کې خنډ رامنځته نه شي.
چارواکو له والدینو هم غوښتنه کړې ده چې ماشومان له سیندونو او تېز بهېدونکو اوبو څخه لرې وساتي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.


جاوید ملنګ