نوښار : په ټول پاکستان کې د ګوډز ټرانسپورټرانو له خوا د خپلو غوښتنو په حق کې روانه پهیه جام هړتال نن ،د اګست په ۱۲مه، پنځمې ورځې ته داخل شوی، چې په ترڅ کې یې په نوښار کې هم د باروړونکو ګاډو چلوونکو او ټرانسپورټرانو احتجاج دوام لري.
د شال نیوز د خبریال سید ندیم مشواڼي د راپور له مخې، د نوښار په بېلابېلو سیمو کې د ګوډز ټرانسپورټرانو احتجاجي کېمپونه لګېدلي دي. د پنجاب او خیبر پښتونخوا ترمنځ پر مهمو لارو د اټک خېر اباد پل، رشکۍ انټرچېنج، کابل ریور او تارو جبې په سیمو کې سلګونه ډرایوران او د ګوډز ټرانسپورټ له کاروبار سره تړلي کسان په احتجاج کې برخه لري.
احتجاج کوونکو د حکومت د اقداماتو خلاف نعرې وهلي او ویلي یې دي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې، پهیه جام هړتال به دوام لري. د هړتال له امله په ځینو مهمو لارو د باروړونکو ګاډو اوږده قطارونه جوړ شوي او د مالونو لېږد رالېږد اغېزمن شوی دی.
ټرانسپورټران وايي، چې د ډیزل لوړې بیې، ټیکسونه، ټال ټیکس او د کاروباري لګښتونو زیاتوالی د دوي لپاره جدي ستونزې پیدا کړې دي. د دوي په وینا، د تېلو په بیو کې پرله پسې بدلونونه د بار وړلو د کرایو او د کاروباري لګښتونو په ټاکلو کې مشکلات جوړوي.
احتجاج کوونکو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د ډیزل په بیو کې د ورځني بدلون پالیسي ختمه کړي، پر ټرانسپورټ سکټور دې مالي بوج کم کړي او د ګوډز ټرانسپورټرانو نورې غوښتنې دې هم ومني.
د ټرانسپورټرانو په وینا، د هړتال اوږدېدل د خوراکي توکو، سبزیو، مېوو، صنعتي سامان او نورو ضروري شیانو پر رسد هم اغېز کولی شي. دوي وايي، چې که د مالونو لېږد رالېږد همداسې اغېزمن پاتې شي، نو په بازارونو کې د ځینو شیانو بیې نورې هم لوړېدلی شي.
د هړتال له امله سوداګر او هغه کاروبارونه چې د مالونو پر منظم لېږد رالېږد تکیه لري، هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
په نوښار کې احتجاج کوونکي ټرانسپورټران وايي، چې له حکومت سره خبرو ته تیار دي، خو تر هغې به هړتال ته دوام ورکړي چې د دوي مهمې غوښتنې نه وي منل شوې او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه نه وي پورته شوي.


ندیم مشواني