بر دیر : د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د بر دیر ضلعي انتظامیې او ضلعي سپورټس دفتر په انتظام په دیر سپورټس کمپلېکس کې د پیراګلایډنګ یوه ځانګړې ننداره ترسره شوه، چې ګڼ شمېر ځايي خلکو، زده‌ کوونکو او د لوبو مینه‌ والو پکې ګډون وکړ.

 

د اګست په ۱۲مه، راجوړې شوې په دې ننداره کې د دیر پیراګلایډنګ کلب ماهرو لوبغاړو د پیراګلایډنګ خپل مهارتونه وښودل او د دیر د ښکلو غرونو او درو پر سر یې الوتنې وکړې. پیراګلایډرانو په فضا کې د پاکستان شین او سپین بیرغ هم ورپاوه، چې د نندارچیانو له خوا یې په چکچکو او نعرو هرکلی وشو.

 

انتظام کوونکو وویل، چې د دې نندارې مقصد د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې خوشحالۍ لمانځل، ځوانان سپورټي فعالیتونو ته هڅول او په بر دیر کې د پیراګلایډنګ او سیاحت د ودې امکانات خلکو ته ورپېژندل وو.

 

د بر دیر ضلعي سپورټس افسر ،صدیق الله، هم په پروګرام کې ګډون وکړ. هغه وویل، چې دا ډول سپورټي فعالیتونه د ځوانانو لپاره د مثبتو او روغتیایي بوختیاوو د برابرولو ترڅنګ د سیمې د سیاحت په وده کې هم مهم رول لوبولی شي.

 

صدیق الله د پیراګلایډنګ په ننداره کې د برخه اخیستونکو لوبغاړو کارکردګي وستایله او ویې ویل چې د سپورټس اداره به په راتلونکي کې هم د ځوانانو لپاره د ورته فعالیتونو د جوړولو هڅې کوي.

 

د پروګرام په پای کې غوره کارکردګي کوونکو او نمایاں لوبغاړو ته مېډالونه، شیلډونه او نغدي انعامونه ورکړل شول. ګډونوالو د ضلعي انتظامیې او سپورټس دفتر له خوا د داسې پروګرامونو د جوړولو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې به هم په بر دیر کې د پیراګلایډنګ، نورو سپورټي فعالیتونو او سیاحتي پروګرامونو لړۍ دوام ولري.