اسلام اباد : پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ د سره سمندر د امنیت لپاره په جوړ شوي څو هېوادیز اتحاد کې د عملي ونډې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې اسلام اباد به د دغه اتحاد له ګډې اعلامیې سره سم خپلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ،د اګست پر ۱۲مه، په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ د جوړ شوي څو هېوادیز سمندري اتحاد د ګډې اعلامیې لاسلیک کوونکی دی او له سعودي عرب او نورو شریکو هېوادونو سره د دې چوکاټ د عملي کولو لپاره تیار دی.
دغه اتحاد د سره سمندر، باب المندب او عدن خلیج په مهمو سمندري لارو کې د سوداګریزو بېړیو او د انرژۍ د لېږد د لارو د امنیت لپاره جوړ شوی دی. سعودي عرب د جولایۍ پر ۳۰مه د دې اتحاد د جوړېدو پلان اعلان کړی و.
د راپورونو له مخې، د ۴۳ هېوادونو پوځي استازو په اړونده غونډه کې ګډون کړی و او پاکستان، ترکیه او مصر د هغو ۱۴ هېوادونو په ډله کې وو چې د ګډې اعلامیې له لارې یې د اتحاد ملاتړ کړی و.
پاکستان تر دې یوه اوونۍ مخکې ویلي وو چې د اتحاد د کار طریقه، د غړو ذمه وارۍ او عملي چوکاټ لا تر غور لاندې دي او اسلام اباد په دې اړه د بحري ځواکونو له مرکزي دفتر او نورو پوځي چارواکو سره مشورې کوي. د اګست د ۱۲مې بیان له همدې امله یو نوی پرمختګ بلل کېږي، ځکه پاکستان اوس په ښکاره ویلي دي چې د اتحاد د ګډې اعلامیې له مخې د عملي همکارۍ لپاره تیار دی.
دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغې شوی دي چې ،د اګست پر ۱۱مه، په سره سمندر کې پر «تهامه» سوداګریزې بېړۍ برید وشو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه برید کې درې پاکستانیان وژل شوي او یو بل پاکستانی ټپي شوی دی.
پاکستان دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پر غیر پوځي سوداګریزو بېړیو دا ډول بریدونه د نړیوال قانون، د سمندري تګ راتګ د ازادۍ او د نړیوالو سوداګریزو لارو امنیت ته جدي خطر پېښوي.
د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي چې حکومت د سعودي عرب له اړوندو چارواکو او د یمن له نړیوال پېژندل شوي حکومت سره په تماس کې دی، څو د وژل شویو پاکستانیانو د جسدونو د ستنولو او د ټپي پاکستاني د مرستې لپاره اقدامات وشي.
د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې په دغه اتحاد کې به د پاکستان عملي ونډه څه وي. دا لا معلومه نه ده چې اسلام اباد به سیمې ته جنګي بېړۍ یا سمندري اهلکار واستوي، استخباراتي معلومات به شریک کړي او که به یې همکاري د ګډو تمرینونو، روزنې او نورو امنیتي چارو تر کچې وي.
د اتحاد د جوړېدو پر مهال ویل شوي وو چې احتمالي فعالیتونه یې د معلوماتو شریکول، ګډ تمرینونه، د وړتیاوو لوړول او همغږي شوي سمندري امنیتي اقدامات دي، خو په عملیاتو کې د هر هېواد ګډون د هغه هېواد په خپله پرېکړه پورې تړلی دی.
سره سمندر او باب المندب د نړیوال تجارت او د تېلو او نورو انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دي. په سیمه کې د حوثي وسله والو د بریدونو او د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو وروسته د دغو لارو ساتنه د سیمې د هېوادونو لپاره یوه مهمه امنیتي او اقتصادي موضوع ګرځېدلې ده.


شال نیوز