کلیفورنیا : د امریکا د کلیفورنیا ریاستی سېنېټ د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالو اړیکو د ستاینې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا پراخې همکارۍ په ملاتړ یو قرارداد په متفقه توګه منظور کړی دی.
دغه قرارداد ،د اګست په ۱۲مه، د کلیفورنیا ایالت سینټری ،میلیسا هورتادو، وړاندې کړی و. په قرارداد کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د پخوانیو اړیکو یادونه شوې او په کلیفورنیا کې د مېشتو پاکستاني امریکایانو اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او مسلکي ونډې ستاینه شوې ده.
په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ هم د قرارداد د منظورېدو پر مهال د کلیفورنیا ایالتي سېنېټ په غونډه کې موجود و. نوموړي د دې قرارداد هرکلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې د تجارت، پانګونې، تعلیم، ولسي رابطو او نورو برخو کې نورې هم پراخې کړي.
د قرارداد له مخې، پاکستاني امریکایانو د کلیفورنیا په اقتصاد، کاروبار، تعلیم، طب، ټکنالوژۍ، ټولنیزو چارو او کلتوري ژوند کې مهمه ونډه اخیستې ده. د کلیفورنیا سېنېټ د پاکستاني امریکايي ټولنې د دغو خدمتونو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولسونو د رابطو د لا پیاوړتیا ملاتړ یې کړی دی.
دا قرارداد په داسې وخت کې منظور شوی دی چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیت، تجارت او د منځني ختیځ د ډیپلوماسۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې یو ځل بیا پراخې شوې دي.
پاکستاني چارواکي په ځانګړي ډول هڅه کوي چې له امریکا سره اقتصادي اړیکې زیاتې کړي، دوه اړخیز تجارت پراخ شي او په پاکستان کې نوره امریکايي پانګونه راجلب شي.
د کلیفورنیا د سېنېټ دا قرارداد د امریکا د فدرالي حکومت د بهرنۍ پالیسۍ کوم رسمي تړون یا قانوني پرېکړه نه ده. دا نه کومه نوې بودجه منظوروي او نه هم د امریکا او پاکستان ترمنځ کوم نوی رسمي تړون رامنځته کوي، خو د دواړو هېوادونو د اړیکو او په امریکا کې د پاکستاني امریکايي ټولنې لپاره یو مهم سیاسي او سمبولیک پیغام ګڼل کېږي.
د کلیفورنیا ایالتي سېنېټ تر دې وړاندې هم د پاکستان د خپلواکۍ ورځې او د پاکستاني امریکایانو د خدمتونو په اړه ورته قراردادونه منظور کړي دي.


شال نیوز