سوراب : د پاکستان پوځ ویلي دي، چې د بلوچستان په سوراب ضلعه کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې او ورپسې امنیتي عملیاتو په ترڅ کې درې عام وګړي وژل شوي، دوه امنیتي سرتېري ژوبل شوي او د پوځ په وینا ټول ۱۸ وسله‌ وال وژل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې، ایي اېس پي ار، د اګست د ۱۲مې، د بیان له مخې، اته وسله‌ وال هغه مهال ووژل شول چې د موټر بم د تیارولو پر مهال چاودېدونکي مواد له وخته مخکې وچاودېدل. پوځ وايي، چې د لومړۍ چاودنې وروسته په هغه ځای کې ساتل شوي نور چاودېدونکي مواد هم وچاودېدل چې له امله یې درې عام وګړي ووژل شول.

ایي اېس پي ار ویلي دي، چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو او بلوچستان پولیسو په سیمه کې پراخ عملیات پېل کړل او ،د پوځ د دعوې له مخې، لس نور وسله‌ وال په دغو عملیاتو کې ووژل شول. د نښتو پر مهال دوه امنیتي سرتېري هم ژوبل شوي دي. پوځ وايي، چې په سیمه کې د نورو وسله‌ والو د موندلو لپاره عملیات لا روان دي.

اسوشیټېډ پرېس هم د پوځ د معلوماتو پر بنسټ ویلي دي چې اته وسله‌ وال د موټر بم د تیارولو پر مهال په چاودنه کې وژل شوي، درې عام وګړي هم د چاودنې ښکار شوي او لس نور وسله‌ وال په ورپسې عملیاتو کې وژل شوي دي.

بلخوا، بلوچستان نېشنل ګوند او نېشنل ګوند د سوراب په پېښه کې د عامو وګړو پر مرګ‌ ژوبله اندېښنه ښودلې او د پېښې د عدالتي پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

د بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي سینیر نایب صدر، وکیل ساجد ترین، د اګست په ۱۲مه، په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې د پېښې د حقیقت معلومولو لپاره دې د سپریم کورټ د یو ریټایرډ جج په مشرۍ د حقیقت موندنې کمېشن جوړ او راپور دې یې ولس ته ښکاره کړل شي. هغه ویلي دي، چې د اګست پر ۱۶مه به د سوراب د پېښې پر ضد په ټول بلوچستان کې احتجاج کېږي.

د نېشنل ګوند ویاند هم په یو جلا بیان کې د عامو وګړو پر مرګ‌ ژوبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په ملکي سیمو کې داسې پېښې د بشري حقونو جدي مسئله ده. ګوند له حکومت غوښتي دي چې د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره سیاسي او جمهوري لارې خپلې کړي.

ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د امنیتي ځواکونو او بلوچستان پولیسو د عملیاتو ستاینه کړې او د درېیو عامو وګړو پر وژل کېدو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د ۱۸ وسله‌ والو د وژل کېدو شمېر او د پېښې د څرنګوالي جزیات د پاکستان د پوځ دعوه ده. د وژل شویو وسله‌ والو هویت، د هغوي تنظیمي تړاو او د پېښې بشپړ ترتیب تر دې دمه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.