نیویارک : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، ته ملاتړ ته دوام ورکړی او دې ملاتړ په پاکستان کې د دغې ډلې د بریدونو په زیاتېدو او د مرګ‌ ژوبلې په لوړېدو کې مهم رول لوبولی دی.

د ملګرو ملتونو د دې ۳۸م څار راپور اصلي مسوده شال نیوز ترلاسه کړې. په راپور کې، چې د اګست پر ۱۰مه خپور شوی، د ۲۰۲۵م کال د دسمبر له ۱۶مې د ۲۰۲۶م کال د جون تر ۹مې پورې د افغانستان او سیمې د امنیتي حالاتو ارزونه شوې ده.

د شال نیوز له خوا د راپور د اصلي متن د کتنې له مخې، د ملګرو ملتونو څار ډله وايي چې ټي ټي پي په دې موده کې د پاکستان پر ضد خپل بریدونه زیات کړي او د دغو بریدونو وژونکې کچه هم لوړه شوې ده. راپور دا وضعیت له هغه دوامدار ملاتړ سره تړي چې ،د دوي په ارزونه، افغان طالبان یې لا هم ټي ټي پي ته ورکوي.

په راپور کې راغلي دي چې د ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالي د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي اړیکې لا پسې خرابې کړې او په ځینو مواردو کې یې د دواړو خواوو ترمنځ پوځي تاوتریخوالی هم زیات کړی دی.

د راپور یو مهم نوی اړخ دا دی چې افغان طالبانو د ټي ټي پي د فعالیتونو د محدودولو لپاره ځینې اقدامات هم کړي دي، خو د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، دا اقدامات د ډلې د شبکې د ختمولو پر ځای تر ډېره د هغې د کنټرولولو هڅه ښکاري.

د شال نیوز سره د موجودې اصلي مسودې له مخې، شاوخوا دوه زره د ټي ټي پي وسله‌ وال او د هغوي کورنۍ له پاکستان سره نزدې سرحدي سیمو څخه د افغانستان دننه نورو سیمو ته منتقل شوي دي. راپور وايي، چې د دې اقدام هدف دا و چې د ټي ټي پي فعالیتونه تر یو حده محدود او له پاکستان سره د یوې پراخې شخړې خطر کم شي.

راپور دا هم وايي چې د طالبانو مشر هبت‌ الله اخندزاده د پټو رابطو له لارې د ټي ټي پي مشرتابه ته خبرداری ورکړی و چې د پاکستان پر ضد بریدونه بند کړي، او که داسې ونه کړي، نو د طالبانو د ملاتړ له لاسه ورکولو له خطر سره مخ کېدی شي.

خو د ملګرو ملتونو د څار ډلې په ارزونه کې دا اقدامات کافي نه دي بلل شوي. راپور ښيي چې یوازې د ټي ټي پي د کسانو له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته منتقلول د دې ډلې د عملیاتي وړتیا د ختمېدو معنا نه لري.

د راپور له مخې، د ټي ټي پي د قوماندې، روزنې، اکمالاتو او عملیاتي رابطو شبکې لا هم موجودې دي او د پاکستان لپاره یو دوامدار امنیتي خطر جوړوي.

راپور وايي، چې ټي ټي پي په وروستیو میاشتو کې خپل تنظیمي جوړښت هم پراخ کړی دی. د ډلې د رهبرۍ شورا تر غونډې وروسته د بلوچستان او د پاکستان د مرکزي سیمو لپاره یوه نوې برخه او د کشمیر او ګلګت لپاره بله برخه اعلان شوې ده.

په راپور کې د «ټي ټي پي اېرفورس» په نوم د یوې نوې برخې د جوړېدو یادونه هم شوې ده. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، دا د دې ډلې د عملیاتي وړتیاوو د پراخولو د هڅې یوه نښه ده. د راپور له مخې، ټي ټي پي په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او نورو هدفونو د بریدونو لپاره خپل تشکیلاتي او تبلیغاتي فعالیتونه هم زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو سند یوازې د ټي ټي پي پر فعالیتونو تمرکز نه کوي، بلکې د افغانستان دننه د بېلابېلو وسله‌ والو شبکو ترمنځ د رابطو او ممکنه همکارۍ په اړه هم جدي اندېښنې څرګندوي.

په راپور کې د یو غړي هېواد په حواله ویل شوي دي چې د بلوچستان لبریشن ارمي، بي اېل ای، ځینو کسانو په افغانستان کې د ټي ټي پي له وسله‌ والو سره یوځای د القاعدې له روزونکو روزنه ترلاسه کړې ده. دا معلومات د یو غړي هېواد ارزونه ده او شال نیوز یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

راپور د القاعده او ټي ټي پي ترمنځ د نظریاتي، روزنیزو او عملیاتي رابطو ذکر هم کوي او وايي، چې القاعده د ټي ټي پي له فعالیتونو سره خپل ملاتړ لا ښکاره کړی دی. په سند کې په هند نیمه وچه کې د القاعدې څانګې ،اقس، او ټي ټي پي ترمنځ د اړیکو یادونه شوې او د دې شبکو ګډ موجودیت د سیمې د امنیت لپاره یو بل خطر بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور یوه بله مهمه برخه د داعش خراسان په اړه ده. راپور وايي، چې که څه هم په افغانستان کې د داعش خراسان د بریدونو شمېر په ځینو برخو کې کم شوی، خو په پاکستان کې د دې ډلې فعالیت زیات شوی دی.

راپور وايي، چې داعش خراسان د ډرونونو، د شپې لیدلو وسایلو او نورو پرمختللو تجهیزاتو د استعمال وړتیا لري او هڅه کوي خپل عملیاتي جوړښت له نوې بڼې سره منظم کړي.

د ملګرو ملتونو د ۳۸م څار راپور عمومي تصویر دا ښيي چې پاکستان اوس یوازې د یوې وسله‌ والې ډلې له خطر سره نه دی مخ، بلکې د ټي ټي پي، القاعده، داعش خراسان او نورو وسله‌ والو شبکو ترمنځ رابطې د سیمې امنیت لا پېچلی کړی دی.

د شال نیوز له خوا د اصلي مسودې د کتنې له مخې، د راپور تر ټولو مهمه نتیجه دا ده چې افغان طالبانو د ټي ټي پي د محدودولو لپاره ځینې ګامونه اخیستي، خو د دې ډلې د جوړښت، مشرتابه او عملیاتي شبکو د ختمولو لپاره تر اوسه داسې اقدامات نه ښکاري چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې په ارزونه کې د خطر د کمېدو سبب وبلل شي.

همدا ټکی د پاکستان او افغانستان د اوسنیو اړیکو د ترینګلتیا په مرکز کې دی. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له افغان طالبانو غواړي چې د ټي ټي پي پر ضد عملي، څرګند او د تایید وړ اقدامات وکړي، په داسې حال کې چې افغان طالبان په وار وار وايي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د استعمال اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو تازه راپور د دواړو خواوو ترمنځ په همدې اختلاف کې یو مهم نړیوال سند دی، ځکه پکې د پاکستان د حکومت د دریځ تر څنګ د امنیت شورا د څار ډلې خپله ارزونه هم شامله ده.

تر اوسه افغان طالبانو د دې تازه راپور د مشخصو دعوو په اړه تفصیلي نوی رسمي ځواب نه دی خپور کړی.