غزني : په غزني کې د لاسي صنایعو په کار بوختې ښځې وايي، چې د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره د ځانګړي او منظم بازار نشتوالي د دوي کاروبار سخت اغېزمن کړی او د عاید ترلاسه کولو فرصتونه یې محدود کړي دي.
د امو ټلوېزیون ،د اګست د ۱۲مې، د راپور له مخې، په غزني کې ګڼې ښځې د ګنډلو، خامک دوزۍ، دودیزو جامو، کورنیو سینګاري توکو او نورو لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي. دا ښځې وايي، چې ډېرې یې د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر همدې کار تکیه کوي، خو د تولیداتو لپاره د مناسب بازار او مستقیمو خریدارانو نشتوالی یې د کار پر وړاندې لوي خنډ دی.
ځینو ښځینه کسبګرو امو ته ویلي دي، چې که څه هم دوي د لاسي صنایعو د جوړولو مهارت لري او د کور دننه تولیدات تیاروي، خو د خرڅلاو لپاره ثابت ځای نه لري. د دوي په خبره، د ښځو پر تګ راتګ او کار د موجودو محدودیتونو له امله دوي په ازاده توګه بازارونو ته نه شي تلی او له خریدارانو سره مستقیمه رابطه هم ورته ستونزمنه شوې ده.
دوي وايي، چې د ځانګړي بازار د نشتوالي له امله ډېرې ښځې اړې دي خپل تولیدات د منځګړو کسانو یا دوکاندارانو له لارې وپلوري. ښځینه کسبګرې شکایت کوي چې په دې طریقه د دوي د تولیداتو د خرڅلاو بیه کمه پاتې کېږي او د اصلي ګټې یوه برخه منځګړو کسانو ته ځي.
د غزني یو شمېر ښځینه لاسي صنایع جوړوونکو غوښتنه کړې ده چې ځايي چارواکي دې د ښځو لپاره داسې ځانګړی بازار یا تجارتي ځای جوړ کړي چې یوازې د ښځینه تولیدوونکو د توکو د نندارې او خرڅلاو لپاره ځانګړی وي.
دوي باور لري چې د داسې بازار په جوړېدو سره به ښځې وکولی شي خپل تولیدات په مستقیمه توګه خریدارانو ته وړاندې کړي، مناسب قیمت ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.
په افغانستان کې په تېرو کلونو کې ګڼو ښځو د رسمي دندو د کمېدو او پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته د کورنیو وړو کاروبارونو، ګنډلو او لاسي صنایعو کار ته مخه کړې ده. خو د دې کاروبارونو یوه مهمه ستونزه بازارونو، نندارتونونو او خریدارانو ته محدود لاسرسی بلل کېږي.
په غزني کې ښځینه کسبګرې وايي، چې د دوي لپاره یوازې د تولید زمینه کافی نه ده، بلکې د خرڅلاو منظم سیستم، بازار، د توکو نندارتونونه او د خریدارانو سره د اړیکو اسانتیا هم ضروري ده.
دوي همداراز غواړي چې د لاسي صنایعو د بازار ترڅنګ ورته د مسلکي روزنې، د تولیداتو د معیار د لوړولو، بسته بندۍ او بازارموندنې په برخو کې هم اسانتیاوې برابرې شي، څو د دوي جوړ شوي توکي په پراخه کچه بازار ته وړاندې شي.
د راپور تر مخه، تر اوسه د غزني ځايي چارواکو د ښځینه لاسي صنایعو لپاره د ځانګړي بازار د جوړولو په اړه کومه نوې رسمي پرېکړه نه ده اعلان کړې.
ښځینه کسبګرې وايي، چې که د دوي لپاره ځانګړی او خوندي بازار جوړ شي، نو نه یوازې به د ښځو اقتصادي فعالیت زیات شي، بلکې ګڼې هغه کورنۍ به هم له مالي پلوه ګټه واخلي چې د کور د عاید یوه مهمه برخه یې د ښځو پر لاسي کار ولاړه ده.


شال نیوز