بدخشان : د افغانستان ملي مقاومت جبهې د طالبانو تر واک لاندې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ اباد د ښاروال .مولوي حبیب‌ الرحمن منصور، د وژلو مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې نوموړی یې ،د اګست په ۱۳مه، د ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې په یوه چاودنه کې په نښه کړی دی.

مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې دعوه کړې ده چې چاودنه د فیض‌راباد ښاروالۍ له ودانۍ شاوخوا سل متره لرې هغه مهال شوې چې د مولوي حبیب‌ الرحمن منصور موټر له سیمې تېرېده. د جبهې په وینا، منصور په برید کې وژل شوی دی.

 



تر دې دمه د طالبانو مرکزي چارواکو د نوموړي د وژل کېدو، په برید کې د نورو کسانو د مرګ‌ ژوبلې او د پېښې د څرنګوالي په اړه بشپړ رسمي بیان نه دی خپور کړی. د مقاومت جبهې د برید د مسوولیت دعوه هم په خپلواکه توګه لا نه ده تایید شوې.

مولوي حبیب‌ الرحمن منصور د طالبانو د حکومت له هغو سیمه‌ ییزو چارواکو څخه و چې تر فیض‌ اباد وړاندې یې د پکتیا د مرکز ګردېز د ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د موجودو معلوماتو له مخې، منصور د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د طالبانو د مشرتابه له خوا د بدخشان د مرکز فیض‌ اباد ښاروال ټاکل شوی و. له دې وروسته نوموړي د ښاروالۍ د چارو، د سړکونو د جوړولو، ښاري پراختیا او د یو شمېر رغنیزو پروژو څارنه کوله.

د طالبانو تر واک لاندې رسمي رسنیو هم په تېرو میاشتو کې نوموړی د فیض‌ اباد د ښاروال مولوي حبیب‌ الرحمن منصور په نوم یاد کړی و. د طالبانو رسمي سرچینو د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې هم هغه د فیض‌ اباد د ښاروال په توګه معرفي کړی و او ویلي یې وو چې د نوموړي تر څار لاندې د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت ښاري او پرمختیايي پروژې روانې دي.

د همدې معلوماتو له مخې، د منصور د ښاروالۍ پر مهال په فیض‌ اباد کې د سړکونو، کانکرېټ کولو او نورو ښاري پروژو چارې روانې وې. هغه د ښاروالۍ په رسمي پروګرامونو کې هم په عامه توګه څرګندېده او د ښار د پراختیايي چارو په اړه یې څرګندونې کولې.

د مولوي حبیب‌ الرحمن منصور د شخصي ژوند، د زېږېدو د ځای او نېټې، د زده‌ کړو او له ۲۰۲۱م کال وړاندې د هغه د فعالیتونو په اړه په باوري او عامه سرچینو کې ډېر تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي.

د فیض‌ اباد پر ښاروال برید په داسې وخت کې شوی دی چې په وروستیو اونیو کې په بدخشان کې امنیتي حالات ترینګلي شوي او د طالبانو پر ځینو چارواکو او امنیتي کسانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

بدخشان په تېرو کلونو کې هم د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو د خونړیو بریدونو شاهد پاتې شوی دی. د ۲۰۲۳م کال په جون کې د بدخشان د طالبانو د والي مرستیال نثار احمد احمدي په فیض‌ اباد کې په یو موټر بم چاودنه کې وژل شوی و.

د ،اګست د ۱۳مې، د تازه برید په اړه لا هم ځینې مهمې پوښتنې بې‌ ځوابه دي. تر اوسه نه ده روښانه شوې چې په چاودنه کې کوم ډول چاودېدونکي مواد کارول شوي، د ښاروال له موټر سره نور څوک وو او ایا د منصور ترڅنګ نور کسان هم وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

مقاومت جبهه، چې د طالبانو پر ضد وسله‌ وال فعالیت کوي، په وروستیو کلونو کې یې په کابل او د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر چارواکو او امنیتي کسانو د بریدونو مسوولیت منلی دی. د جبهې د ډېرو بریدونو جزییات په خپلواکه توګه تاییدول ستونزمن وي.

تر دې دمه د طالبانو له خوا د فیض‌ اباد د ښاروال د وژنې په اړه د رسمي پلټنو، د احتمالي نیونو او یا د برید د عاملینو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.