بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت له نسي ولسوالۍ څخه تازه راپورونه وايي، چې د طالبانو او د ناراضه قوماندان جمعه‌ خان فاتح د کسانو ترمنځ وسله‌ والې نښتې لا هم روانې دي او د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

ځايي سرچینې وايي، چې د پنجشنبې په ورځ ،د اګست په ۱۳مه، جګړه د نسي ولسوالۍ مرکز ته نږدې سیمو کې دوام لري او طالبانو د جمعه‌ خان فاتح د کسانو پر مورچلو هوايي بریدونه هم کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو دوو چورلکو د پنجشنبې په سهار شاوخوا ۱۱ بجې د نسي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د جیسنګ په سیمه کې د جمعه‌ خان فاتح د کسانو پر مورچلو بریدونه کړي دي. سرچینې زیاتوي چې له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو بې‌ پیلوټه الوتکې هم د نسي ولسوالۍ په فضا کې ګرځېدلې دي.

تر اوسه د روانو نښتو او هوايي بریدونو د مرګ‌ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم او دا هم روښانه نه ده چې د کومو سیمو کنټرول د کوم لوري په لاس کې دی.