بنو : د بنو پولیس وايي، چې د ډومېل تحصیل په اړوندو سیمو کې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په ګډو استخباراتي عملیاتو کې یو مطلوب وسله‌ وال قوماندان، چې د "ګیدړ"  په نوم یادېږي، وژل شوی دی.

د بنو د پولیسو مشر (ډي پي او) کېپټن ریټایرډ ،محمد فرقان بلال، د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د عملیاتو او وژل شوي وسله‌ وال په اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

د پولیسو په وینا، د اګست په ۱۳مه، د ډي پي او په مشرۍ د «فتنه الخوارج» په نوم د یادې شوې ډلې د وسله‌ والو پر ضد استخباراتي عملیات د ډومېل پولیس تاڼې په حدودو کې روان دي.

پولیس وايي، چې عملیات په اکبر علي خان کلي، سدا خېل، صدر اوان او شاوخوا سیمو کې ترسره کېږي او امنیتي ډلې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د مشکوکو وسله‌ والو د موجودګۍ او تګ راتګ پر ضد اقدامات کوي.

د چارواکو په وینا، په سیمه کې د مشکوکو ځایونو پلټنه، لټون او څارنه روانه ده او د بنو ټاون شپ او ډومېل په بېلابېلو سیمو کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي دي.

پولیسو ویلي، د عملیاتو د پرمختګ او نورو احتمالي پېښو په اړه به تازه معلومات وروسته شریک کړي. د پولیسو له خوا تر اوسه د وژل شوي وسله‌ وال د ډلې، د هغه د فعالیتونو او د عملیاتو پر مهال د نورو مرګ‌ ژوبلې یا نیونو په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

شال نیوز په خپلواکه توګه د پولیسو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو ټول جزئیات نه دي تایید کړي.