واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د احمدزي وزیر قبیلې د زلي خېلو بېلابېلو څانګو قامي مشرانو د مدیجان سړک د ټېنډر او ټېکې په طریقه سخت اعتراض څرګند کړی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د منصوبې د ټېنډر پروسه دې له سره د ازادې او شفافې نیلامۍ له لارې ترسره شي.
د زلي خېلو د بازید، کاکا خېلو او اتمان خېلو څانګو مشرانو ،د اګست په ۱۳مه، د واڼې په ضلعي پرېس کلب کې په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې دعوه وکړه چې د مدیجان سړک د ټېنډر په معامله کې مبینه بې قاعدګۍ شوې دي او ،د دوي په وینا، د کنټرېکټرانو د یونین، ضلعي انتظامیې او اړوندې محکمې ترمنځ د مبینه جوړجاړي له امله د زلي خېلو د ځمکو او ملکیت حقونه له پامه غورځول شوي دي.
په خبري غونډه کې ملک ګلاب خان، ملک البوغ، سالو جان، خانزاده، عالمګیر عرف غنم شاه، جبل نور، ګل زام خان، ګل خان، فیض الله، جنت ګل، سارې خان، بټ، راپا خان او نورو قامي مشرانو وویل چې د زلي خېلو له خوا د دې معاملې د هواري لپاره ۱۵ کسیزه کمېټه جوړه شوې وه.
دوي وویل، چې قامي مشرانو د ځمکو او ملکیتونو په اړه له سټامپ پېپرونو سره نور اسناد هم کمېټۍ ته وړاندې کړي او غوښتنه یې دا وه چې د سړک په منصوبه کې د سیمې د خلکو قانوني او قامي ملکیتي حقونه په پام کې ونیول شي.
قامي مشرانو دعوه وکړه چې په ډېره اسماعیل خان کې د کوز سویلي وزیرستان د ټېکدارانو د اتحادیې له خوا د ښکاره ټېنډر پر ځای د شاوخوا اته کروړه روپیو پر بنیاد ټېکه د دوو نورو قامونو له ټېکدارانو سره د تړلو هڅه شوې ده.
دوي وویل، چې دغه طریقه د زلي خېلو د ځمکو او قامي ملکیت د حقونو د نه منلو په معنا ده او دوي یې په موجوده شکل نه شي منلی.
مشرانو زیاته کړه چې ۱۵ کسیزه کمېټه د مدیجان سړک یا د سیمې د نورو ترقياتي پروژو مخالفت نه کوي، بلکې غواړي چې ټېنډر د قانون، شفافیت او د ځايي خلکو د ملکیتي حقونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
د دوي په وینا، اړوندو چارواکو ته یې څو ځله خپلې اندېښنې رسولې دي، خو د مدیجان سړک د ټېنډر په اړه د دوي غوښتنو ته تر اوسه د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړل شوی. په خبري غونډه کې مشرانو دا دعوه هم وکړه چې د مدیجان سړک د منصوبې لومړنی لګښت شاوخوا ۸۸ کروړه روپۍ و، خو وروسته یې تخمینه نږدې یو ارب او ۳۲ کروړه روپیو ته لوړه شوې ده.
دوي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د منصوبې ټول مالي، انتظامي او ټېنډر اړوند تفصیل ولس ته وړاندې کړي او دا دې هم روښانه کړي چې د ټېکې ورکولو لپاره کومه طریقه اختیار کړل شوې ده.
مشرانو وویل، چې دوي تیار دي چې د ټېکدارانو اتحادیې، اړوندو ټېکدارانو، د مواصلاتو او تعمیراتو محکمې او ضلعي انتظامیې سره د جرګې له لارې خبرې وکړي او مسئله د قبایلي روایاتو او خپلمنځي مشورې له مخې هواره کړي.
دوي اعتراض وکړ چې د زلي خېلو د قامي مشرانو او ۱۵ کسیزې کمېټۍ پر ضد د باج اخیستنې په ګډون بېلابېل تورونه لګول شوي او په دې لړ کې مقدمه هم درج شوې ده. قامي مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دې معاملې بې طرفه پلټنې دې وشي او که مقدمه بې بنسټه ثابته شي، نو د ختمولو حکم دې ورکړل شي.
د خبري غونډې ګډونوالو له د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي، د مواصلاتو له وزیر، چیف سېکرټري شهاب علي شاه او نورو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې د مدیجان سړک د ټېنډر ټوله پروسه دې له سره وکتل شي، پاک او ښکاره ټېنډر دې وشي او د زلي خېلو د ځمکو او ملکیتي حقونو تحفظ دې یقیني کړل شي.
دوي دا غوښتنه هم وکړه چې د کوز سویلي وزیرستان د کنټرېکټرانو د اتحادیې کاغذونه او د ټېنډر ټوله پروسه دې وپلټل شي او په ټېنډر کې شامل ټېکداران او د اتحادیې استازي دې د خبرو مېز ته راوستل شي. د زلي خېلو مشرانو وویل، چې د جرګې او باهمي مشورې له لارې د دې مسئلې حل د دې لپاره هم ضروري دی چې د احمدزي وزیر قبیلې دننه د اختلاف، شخړې او احساس محرومۍ د زیاتېدو مخه ونیول شي.
د مدیجان سړک د ټېنډر په اړه د زلي خېلو د مشرانو دغه تورونه او دعوې تر اوسه د اړوندې محکمې، ضلعي انتظامیې او د ټېکدارانو د اتحادیې له خوا په تفصیل نه دي ځواب شوې.


ظفر وزير