اسلام‌ اباد : د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ،اېسپن بارت اېدې، د ایران او امریکا ترمنځ د روانې شخړې د کمولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې اوسلو چمتو دی د سولې او خبرو اترو په بهیر کې مرسته وکړي.

اېسپن بارت اېدې ،د اګست په ۱۳مه، په اسلام‌ اباد کې د پاکستان له نایب وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، سره تر رسمي خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان سفارتي هڅې مهمې دي.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پېلولو لپاره سفارتي هڅې کوي او اسلام‌ اباد مخکې هم د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو کوربه پاتې شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام‌ اباد لا هم هڅه کوي چې واشنګټن او تهران د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافونو حل ته وهڅوي.

 



د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د هرمز تنګي د خلاص پاتې کېدو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې مهمه سمندري لار کې ازاد او خوندي تګ راتګ یوازې د ایران، امریکا یا د سیمې د هېوادونو مسئله نه ده، بلکې د نړیوال تجارت، انرژۍ او اقتصاد له ثبات سره مستقیم تړاو لري.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د رسد له مهمو سمندري لارو څخه دی او د ایران او امریکا ترمنځ روانې شخړې په دې سیمه کې د سوداګریزو بېړیو او د تېلو د لېږد پر خوندیتوب اندېښنې زیاتې کړې دي. پاکستان هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې د هرمز تنګي او نورو مهمو سمندري لارو د خوندي پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

په اسلام‌ اباد کې د پاکستان او ناروې ترمنځ د پلاوو په کچه خبرو کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې هم په تفصیل وڅېړل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مخې، دواړو خواوو د تجارت، پانګونې، اقلیمي بدلون، نوې کېدونکې انرژۍ، تعلیم او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراخولو پر لارو خبرې کړې دي. دا هماغه موضوعات دي چې د سفر تر پېل مخکې د رسمي اجنډا برخه اعلان شوي وو.

د ناروې وزیر په پاکستان کې د انرژۍ او نورو اقتصادي برخو کې د ناروې د شرکتونو د پانګونې او نویو فرصتونو پر امکاناتو هم خبرې کړې دي.

اسحاق ډار او اېسپن بارت اېدې د افغانستان او د سیمې د نورو مهمو سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړل. د دواړو وزیرانو خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې د ایران او امریکا شخړې، د هرمز تنګي وضعیت او په منځني ختیځ کې نوی امنیتي جوړښت د نړیوالې ډیپلوماسۍ مهم بحثونه ګرځېدلي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د اګست په ۱۳مه او ۱۴مه پاکستان ته په رسمي سفر دی. دا په شاوخوا لسو کلونو کې پاکستان ته د ناروې د بهرنیو چارو د یو وزیر لومړی رسمي سفر دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دغه سفر د اسلام‌ اباد او اوسلو ترمنځ د پخوانیو اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډې اقتصادي همکارۍ د نویو برخو د موندلو لپاره مهم بلل کېږي.