کابل : د طالبانو ویاند ،ذبیح‌ الله مجاهد، ویلي دي، چې په بدخشان کې وروستۍ پېښې ولسي اعتراضونه نه وو، بلکې د هغه په وینا له افغانستانه بهر ځینو کړیو هڅه کوله چې په دغه ولایت کې ګډوډي رامنځته کړي.

مجاهد ،د اګست په ۱مه، له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې دعوه کړې ده چې له هېواده بهر ځینې کړۍ له بهرنیو استخباراتي ادارو سره اړیکې لري او د افغانستان دننه ځینې ځوانان ځانګړو اقداماتو ته هڅوي. د طالبانو د ویاند په خبره، امنیتي ادارو دغه هڅې پر وخت شنډې کړې او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.

هغه وویل: «بهرني استخبارات وخت ناوخت اجیرې کړۍ تحریکوي او بیا غواړي د افغانستان امنیت ګډوډ کړي. طبعاً اړتیا نه شته چې موږ د کوم هېواد نوم واخلو؛ خو په سیمه کې استخباراتي فعالیتونه لیدل کېږي.»

مجاهد زیاته کړې ده چې افغانستان دا مهال د ارامۍ، بیارغونې او پرمختګ په حال کې دی، خو د هغه په وینا، ځینې داسې ډلې او کړۍ شته چې له اوسني نظام سره مخالفت لري او هڅه کوي امنیتي ستونزې جوړې کړي.

د طالبانو ویاند په بدخشان کې د دوي د قوماندان جمعه‌ خان فاتح په اړه د اختلافاتو راپورونه هم رد کړي دي. هغه ویلي: «ملا فاتح صاحب زموږ له مهمو قوماندانانو دی چې په بدخشان کې ژوند کوي. د څه مودې لپاره د هغه په اړه د دښمن له لوري تبلیغات وشول، خو حقیقت نه لري.»

مجاهد د بدخشان په یوه ولسوالۍ کې د وروستي تحرک په اړه ویلي دي چې پېښه په څو ساعتونو کې کنټرول شوه او لوي امنیتي ګواښ نه و. هغه زیاته کړه: «دا یو کوچنی ګواښ و چې په هر هېواد کې رامنځته کېدی شي، خو د افغانستان په هېڅ برخه کې له کوم لوي ګواښ سره نه یو مخ.»

د طالبانو ویاند د هغو بهرنیو استخباراتي ادارو یا هېوادونو نومونه نه دي اخیستي چې ،د ده په وینا، د بدخشان په پېښو کې یې لاس درلود.

تر دې مخکې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د وسله‌ والو فعالیتونو او د ځینو سیمو د امنیتي وضعیت په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي، خو د دغو پېښو د څرنګوالي او د ښکېلو خواوو د دعوو ټول جزییات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.