د دیر په بازار کې د لاس په وسیله جوړېدونکي ،ديروجي چاقوان، نه یوازې د ځايي هنرمندانو د روزګار وسیله ده، بلکې د دې سیمې د پېژندګلوۍ یوه نښه هم ګڼل کېږي. په بازار کې ګڼ شمېر هنرمندان هره ورځ په سلګونو چاقوان جوړوي او د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه د چاقو شوقیان د ځانګړو ديروجي چاقو د اخیستو لپاره دې بازار ته ورځي.
د دیروجي چاقو یو شوقي ،شاه ولي اقبال، وايي چې پخوا خلکو له ځان سره د چاقو ګرځولو ډېر شوق درلود. د ښکار پر مهال به ترې کار اخیستل کېده او د مېوو پرې کولو لپاره به هم ورسره چاقو ساتل کېده.
د نوموړي په خبره، اوسني ځوانان د چاقو ساتلو له دې دود سره لېوالتیا نه لري خو دی لا هم غواړي له ځان سره ديروجي چاقو ولري.
ديروجي چاقو جوړولو هنر له څو نسلونو راهیسې په دې سیمه کې دود دی. ځوان هنرمند داود له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې چاقوان جوړوي، په داسې حال کې چې د هغه پلار له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې په دې کسب بوخت دی. دوي وايي، چې د خپلو پلرونو او نیکونو کسب ته یې دوام ورکړی او هڅه کوي چې دا پخوانی هنر له منځه ولاړ نه شي.
د هنرمندانو په وینا، د ديروجي چاقو په جوړولو کې د رېل پټلۍ او بېېرنګ اوسپنه کارول کېږي چې له امله یې چاقوان تېز او کلک وي. د یوه چاقو بیه له ۲۵۰ څخه تر ۶۰۰ روپیو پورې ده. داود وايي، چې د ديروجي چاقو تاریخ ډېر پخوانی دی او د دې سیمې له نوابانو سره هم تړاو لري. د نوموړي په خبره، د دې چاقو ځانګړتیاوې له ډېرې مودې راهیسې په پښتونخوا کې پېژندل کېږي.
که څه هم د ديروجي چاقو جوړولو تاریخ اوږد دی، خو د نوي نسل ځوانانو هم د دې هنر د زده کولو او دوام هڅه کړې ده. دوي د پخوانۍ لاسي طریقې ترڅنګ له عصري ماشینونو هم کار اخلي، څو د چاقو جوړولو دا دود له وخت سره همغږی او ژوندی وساتي.
د بر دیر په بازار کې هنرمندان د ديروجي چاقو د پخواني هنر د ژوندي ساتلو هڅې کوي، خو وايي چې که حکومت د دوي د روزګار ملاتړ وکړي او د دې محصول لپاره نړیوال بازار پیدا شي، نو ديروجي چاقوان به لا ډېر شهرت ومومي او ځايي هنرمندان به هم له اقتصادي پلوه ګټه وکړي.


جاوید ملنګ