بدخشان : د افغان طالبانو مخالفې وسله والې ډلې «سپاهي میهن» ویلي دي، چې د طالبانو پر وړاندې به خپلې وسله والې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي چې، د دوي په خبره، افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه «بشپړ ازاد» او اوسنی نظام نسکور شي.
دې ډلې ،د اګست په ۱۳مه، په خپله تازه اعلامیه کې خپله جګړه «سپېڅلې مبارزه» بللې او ټینګار یې کړی دی چې له ټاکل شوو موخو څخه به نه پر شا کېږي.
سپاهي میهن د طالبانو یوه نوې مخالفه وسله واله ډله ده چې په وروستیو میاشتو کې یې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې فعالیتونه زیات شوي دي.
دغې ډلې د جولایۍ پر ۱۷مه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز ناڅاپي برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ مرکز او ځینې حکومتي ودانۍ تر خپل واک لاندې راوستې. وروسته وسله وال له سیمې ووتل. د پېښې ویډیوګانو کې د ډلې وسله وال د ولسوالۍ پر ځینو ودانیو د خپل بیرغ د پورته کولو پر مهال هم لیدل شوي وو.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد برید پوځي مشري قیوم ملنګ کوله. هغه د افغانستان د پخواني پوځ افسر پاتې شوی او د سپاهي میهن له مهمو پوځي څېرو څخه بلل کېږي.
طالبانو تر برید وروسته ویلي وو چې د دې ډلې یو شمېر کسان یې نیولي، خو قیوم ملنګ څو ورځې وروسته په یوه غږیز پیغام کې دا دعوه رد کړه او ویې ویل چې د دوي وسله وال خوندي دي.
سپاهي میهن تر دې وړاندې یو شل ماده ییز جنګي اصول لیک هم خپور کړی او ویلي یې دي چې وسله وال به یې د جګړې پر مهال د عامو خلکو، عامه ځایونو او بندیانو حقونو ته درناوی کوي او د نړیوالو بشري اصولو د رعایت هڅه به کوي. خو د دې ډلې د دغو ژمنو عملي رعایت تر اوسه په خپلواکه توګه په پراخه کچه نه دی ارزول شوی.
په بدخشان کې د سپاهي میهن د فعالیتونو ترڅنګ د «ملي مقاومت جبهې» او «افغانستان ازادۍ جبهې» په ګډون نورو طالبانو ضد وسله والو ډلو هم په وروستیو میاشتو کې د بریدونو دعووې کړې دي.
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د جولایۍ د ۳۱مې د راپور له مخې، د یفتل برید په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د وسله والو مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو یوه مهمه بېلګه وه. د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې د دوي مخالفې وسله والې ډلې د نظام لپاره جدي امنیتي ګواښ نه جوړوي.
تر اوسه طالبانو د سپاهي میهن د دې تازه څرګندونو په اړه کوم نوی رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.


شال نیوز