پېښور : د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، د بلوچستان له حکومته غوښتي دي چې د تفتان په زندان کې ساتل شويو هغو پاکستاني وګړو لپاره سمدستي د ټرانسپورټ انتظام وکړي، چې له بهر نه ډيپورټ شوي او د هېواد د څلورو واړو صوبو اوسېدونکي دي.
دا موضوع ،د اګست په ۱۳مه، د خیبر پښتونخوا په ګورنر هاوس پېښور کې د پخواني وفاقي وزیر ،ساجد حسین طوري، او ګورنر ،فیصل کریم کونډي، ترمنځ په ملاقات کې راپورته شوې ده.
د ملاقات پر مهال ساجد حسین طوري د تفتان په زندان کې د کرمې ضلعې په ګډون د خیبر پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان له بېلابېلو سیمو سره تعلق لرونکو ډيپورټ شويو پاکستاني وګړو د ستونزو په اړه ګورنر ته معلومات ورکړل.
د ساجد حسین طوري په غوښتنه ګورنر فیصل کریم کونډي د بلوچستان له حکومت سره د دې مسئلې په اړه رابطه وکړه او د بلوچستان چیف سېکرټري شکیل قادري سره یې هم خبرې وکړې.
ګورنر هدایت وکړ چې په تفتان کې موجود ټولو ډيپورټ شويو پاکستاني وګړو ته دې زر تر زره د ټرانسپورټ اسانتیا برابره شي او هغوي دې له تفتان څخه خپلو خپلو اصلي سیمو ته په خوندي ډول ورسول شي.
هغه اړوندو چارواکو ته دا هم وویل چې د دغو کسانو د ستنولو په بهیر کې دې د سفر او نورو ضروري اسانتیاوو برابرولو لپاره هر ممکن اقدام وکړي.
ساجد حسین طوري د ډيپورټ شويو پاکستاني وګړو د مسئلې په اړه له بلوچستان حکومت سره د سمدستي رابطې او د حل لپاره د ګورنر فیصل کریم کونډي د دلچسپۍ مننه وکړه.
په ملاقات کې د کرمې ضلعې د لارو د بندښت او د سیمې د خلکو د نورو ستونزو په اړه هم تفصیلي خبرې وشوې او د دغو مسئلو د حل لپاره پر ممکنه اقداماتو بحث وشو.


شال نیوز