واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا پریس کلب مشر ،قسمت الله وزیر، او د کابینې غړو د میرام شاه پریس کلب له غړي، سینئر خبریال او د رزمک راډیو سټېشن له منیجر ،زاهد وزیر، سره د یووالي څرګندونه کړې او د هغه پر کور د مبینه پلټنیز عملیات او د دوو زده‌ کوونکو خپلوانو د وړلو په اړه یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د واڼا پریس کلب له خوا ،د اګست په ۱۳مه، په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د شمالي وزیرستان د شیوا تحصیل د ټنډي کلي له یوې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د زاهد وزیر پر کور مبینه پلټنیز عملیات کړي او د هغه دوه زده‌ کوونکي خپلوان، ارشاد او ذاکر، یې له ځان سره وړي دي.

اعلامیه وايي، چې خبریالانو د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د هر وګړي پر ضد هر ډول اقدام باید د اساسي قانون او نافذه قوانینو په چوکاټ کي وشي او ټول قانوني اصول په پام کي ونیول شي.

د واڼا پریس کلب چارواکو ویلي دي، چې پخوانۍ قبایلي ضلعې له وړاندې له امنیتي ستونزو، محدودیتونو او حساسو حالاتو سره مخ دي او داسې پېښې د خبریالانو، د هغوي د کورنیو او عامو خلکو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ احساس نور هم زیاتولی شي.

دوي ویلي دي، چې که د کوم وګړي پر ضد کوم تور، شکایت یا قانوني قضیه موجوده وي، باید د قانون مطابق ورسره چلند وشي، خو د خلکو اساسي حقونه، د کور حرمت او قانوني تقاضې باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي.

واڼا پریس کلب له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده چې د زاهد وزیر پر کور د ترسره شوو مبینه عملیاتو حقایق او لاملونه زر تر زره روښانه کړي.

په اعلامیه کې دا غوښتنه هم شوې ده چې که ارشاد او ذاکر د امنیتي ادارو له خوا وړل شوي وي، نو د هغوي کورنۍ دې د دواړو د قانوني حیثیت، د ساتلو د ځای او د اقدام د لاملونو په اړه خبر کړل شي.

د پریس کلب چارواکو ویلي دي، چې خبریالان په سختو او حساسو امنیتي شرایطو کي خپلې مسلکي دندې ترسره کوي، ځکه نو هغوي او د هغوي کورنۍ باید له غیر ضروري فشار، ځورونې او وېرې سره مخ نه کړل شي.

دوي له اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د پېښې سمدستي نوټس واخلي، حقایق ولس ته وړاندې کړي او که د ارشاد او ذاکر پر ضد کوم قانوني مقدمې یا مشخص تورونه موجود نه وي، نو دواړه دې زر تر زره خوشي کړل شي.

د واڼا پریس کلب مشر قسمت الله وزیر او د کابینې غړو په پای کې له زاهد وزیر سره بشپړ یووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې خبریاله ټولنه به د خبریالانو پر ضد د هر ډول غیرقانوني یا ناعادلانه چلند پر وړاندې غږ پورته کوي او د اساسي قانون، قانون او د بیان د ازادۍ د اصولو د ساتنې لپاره به خپل رول ته دوام ورکوي.