مومند / کوز چترال : په خیبر پښتونخوا کې د پشکال د روانو بارانونو، سختو بادونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په مومندو او کوز چترال کې کرنیزو فصلونو، پلونو، سړکونو او د اړیکو اسانتیاوو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
په مومند ضلع کې د پنډیالۍ تحصیل د ډګ تمیزي په سیمه کې سخت توپان د سبزیو شاوخوا ۱۰۰ اېکړه فارم سخت زیانمن کړی دی. د فارم خاوند اسراییل خان وايي، چې په دغه کرنیزه پروژه کې یې شاوخوا درې کروړه روپۍ پانګونه کړې وه.
د نوموړي په وینا، په ټول ۱۰۰ اېکړه فارم کې کرل شوي سبزي فصلونه له توپان اغېزمن شوي او په نږدې ۵۰ اېکړه ځمکه جوړ شوي کرنیز جوړښتونه په بشپړه یا پراخه کچه نړېدلي دي. فصلونه د پخېدو او بازار ته د رسېدو پړاو ته نږدې وو، چې له امله یې د میلیونونو روپیو زیان اوښتی دی.
اسراییل خان وايي، چې شاوخوا ۲۵ کارکوونکي اوس هڅه کوي چې له پاتې فصلونو څخه څومره سبزي چې امکان لري راټوله او بازار ته یې ورسوي. یوازې د پاتې فصلونو د راټولولو او پاکولو پر چارو هم د شپږو څخه تر اوو لکو روپیو د نور لګښت اټکل شوی دی.
بل لور ته، په کوز چترال کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د بروژ او ګمباس ګول سیمې ځپلې دي. د سېلاب اوبو د ګمباس پل پاتې برخه هم وړې او د چترال ـ پېښور لویه لار یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د سېلاب له امله پر سړک خټې، ډبرې او نور مواد راټول شوي، یو د تېلو پمپ زیانمن شوی او د سیمې د فایبر اړیکو اصلي نښلونکی هم پرې شوی دی. اړوندې ادارې د لارې د بېرته خلاصولو او د اړیکو د بحالولو هڅې کوي.
دا پېښې په داسې وخت کې رامنځته شوې دي چې د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ملي ادارې د اګست له ۱۲مې تر ۱۷مې پورې د هېواد د بېلابېلو سیمو لپاره د خراب موسم خبرداری ورکړی او د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او غر ښوېدنې د خطر یادونه یې کړې ده.
په غرنیو او سېلاب ځپونکو سیمو کې د روانو بارانونو له امله د سړکونو، پلونو، کرنیزو ځمکو او د اړیکو د اسانتیاوو د لا زیانمنېدو اندېښنه شته، او چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د سیندونو، خوړونو او سېلابي لارو له غاړو ځانونه لرې وساتي.


شال نیوز