خیبر : د تورخم پر پوله افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کورنیو د سامانونو پراخو او پرله پسې پلټنو د کډوالو د ستنېدو بهیر سخت ورو کړی او ګڼې کورنۍ اړې دي چې د سختې ګرمۍ په موسم کې د ساعتونو لپاره انتظار وکړي.
د تورخم سرحدي سرچینو ،د اګست په ۱۳مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې د کسټم چارواکو په وروستیو ورځو کې د ستنېدونکو افغان کورنیو له ځان سره وړونکو سامانونو سل په سلو کې فزیکي معاینه پېل کړې ده او تر بشپړې پلټنې وروسته موټرو ته د پولې د اوښتو ګېټ پاس ورکول کېږي.
سرچینې وایي، چې د سامانونو لېږدونکي موټر لومړی د کسټم په ټرمینل کې په الکترونیکي سکینر کتل کېږي، خو له دې سره سره د هر موټر سامان بیا په لاس هم راکښته او په جلا توګه کتل کېږي.
تر کسټم وروسته سرحدي امنیتي ځواکونه هم د موټرو او سامانونو پراخه پلټنه کوي. د دې اوږدې پروسې له امله د افغانستان پر لور د اوښتونکو موټرو شمېر په څرګنده توګه راکم شوی دی.
ځايي کسټم کلیرنګ اېجنټان وایي، چې یوه اونۍ وړاندې هره ورځ له دوو سوو ډېر د افغان کورنیو موټرې له پولې اوښتې، خو اوس د سختو پلټنو له امله یوازې لس تر پنځلسو موټرو ته په ورځ کې ګېټ پاس ورکول کېږي.
د کلیرنګ اېجنټانو په وینا، کله چې یو موټر له الکترونیکي سکینر تېر شي او ټول سامان یې په سکین کې ښکاره شي، بیا د سامان راکښته کول او په لاس یې پلټل غیر ضروري عمل دی.
دوي وایي، چې د هر موټر د الکترونیکي سکین لپاره شاوخوا اته زره پنځه سوه روپۍ اخیستل کېږي، خو د فزیکي پلټنې لپاره د مزدورانو لګښت هم پر موټر چلوونکو او کلیرنګ اېجنټانو راځي، چې له امله یې مالي بار نور هم زیات شوی دی.
بل لور ته د کسټم چارواکي وایي، چې دوي ته د اسلام اباد د فېډرل بورډ اف ریوینیو له خوا سختې لارښوونې شوې دي چې د افغانستان پر لور د ستنېدونکو کورنیو هر موټر په بشپړه توګه وپلټي. د کسټم چارواکو په وینا، داسې شکایتونه ترلاسه شوي دي چې ځینې سوداګریز توکي د شخصي سامانونو په نوم افغانستان ته وړل کېږي او د قاچاق هڅې کېږي.
چارواکي وایي، چې د کسټم پر ځینو کارکوونکو هم تورونه لګېدلي دي چې ګواکې د ستنېدونکو کورنیو په موټرو کې د سوداګریزو توکو د ناقانونه لېږد په برخه کې یې همکاري کړې، ځکه اوس د پلټنو په برخه کې سختې لارښوونې عملي کېږي.
ځايي ټرانسپورټرانو او کسټم کلیرنګ اېجنټانو غوښتنه کړې ده چې د کسټم، امنیتي ادارو او نورو اړوندو محکمونو کارکوونکي دې د سکینر په ځای کې په ګډه د موټرو معاینه وکړي، څو یوه موټر څو ځله ونه درول شي او د ستنېدو بهیر چټک شي.
دوي وایي، چې اوسنی بهیر ډېر ورو دی او د افغانستان پر لور ستنېدونکې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه د تودې او مرطوبې هوا په ترڅ کې له ماشومانو، ښځو او مشرانو سره د اوږدو ساعتونو لپاره د خپلې نوبت انتظار کوي.


ابراهیم شینواری