په بدلېدونکي سیمه‌ ییز چاپېریال کې د پاکستان هغه پخوانۍ تګلاره، چې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي بهیرونو د اغېز لپاره به یې کاروله، اوس د پخوا په څېر پایلې نه ورکوي. په افغانستان کې کورني بدلونونه، د پاکستان خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې، په سیمه کې د نویو قدرتونو سیالي او د نیابتي سیاستونو د اغېز کمېدل هغه عوامل دي چې د اسلام‌ اباد د دودیز نفوذ ساحه یې محدوده کړې ده.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې له افغانستان سره د جغرافیایي نږدېوالي، استخباراتي اړیکو، سوداګریزو او ترانزیټي لارو، افغان کډوالو او له ځینو افغان سیاسي او وسله‌ والو ډلو سره د اړیکو له لارې د نفوذ هڅه کړې ده. دغه نفوذ په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی، خو د پخوا په پرتله یې اغېز کم شوی دی. افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د بهرني فشار پر وړاندې د مقاومت ترڅنګ د بدیلو سیمه‌ ییزو اړیکو او اقتصادي لارو د پراخولو هڅې کړې دي.

د پاکستان یوه مهمه امنیتي اندېښنه تحریک طالبان پاکستان ده. اسېلام‌ اباد پرله‌ پسې له کابل څخه غواړي چې د دغې ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي. افغان طالبان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان لپاره اساسي پوښتنه دا ده چې ایا یوازې پر کابل د فشار زیاتول د تحریک طالبان پاکستان ستونزه حل کولی شي که نه. پاکستان له افغانستان څخه ډېر لوي پوځ، پراخ استخباراتي امکانات او نسبتاً پیاوړي دولتي بنسټونه لري، خو بیا هم نه دی توانېدلی چې د تحریک طالبان پاکستان ګواښ په بشپړه توګه له منځه یوسي.

په دې اساس، دا تمه چې کابل دې د محدودو امکاناتو او سختو اقتصادي او اداري ستونزو باوجود دغه پېچلې امنیتي مسئله په بشپړه توګه حل کړي، له عملي ننګونو سره مخ ده.

د تحریک طالبان پاکستان ستونزه یوازې د افغانستان له خاورې سره تړلې مسئله هم نه ده. د دې ډلې تاریخ، ټولنیزې ریښې، سیاسي شکایتونه، قبایلي سیمې، د پاکستان کورنی امنیتي چاپېریال او د تېرې جګړې میراث ټول د دې ډلې په دوام کې رول لري. له همدې امله، دا ستونزه یوازې د سرحد هاخوا د فشار له لارې نه شي حل کېدی.

له ۲۰۲۱م کال وروسته د پاکستان او افغانستان د اړیکو خرابېدو وښودله چې د فشار سیاست د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌ باوري نوره هم زیاته کړې ده. هوايي بریدونه، د ډیورنډ کرښې پر دروازو تکراري بندیزونه، د سوداګرۍ ګډوډېدل او د افغان کډوالو ایستل پر افغانستان اقتصادي او بشري فشارونه زیات کړي، خو په عین وخت کې یې کابل د بدیلو لارو او نویو اقتصادي شریکانو د موندلو پر لور هم هڅولی دی.

افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده چې خپلې سوداګریزې او ترانزیټي لارې متنوعې کړي او پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي. د منځنۍ اسیا، ایران او نورو سیمه‌ ییزو لارو پراخېدل د همدې هڅو برخه ده. له بلې خوا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي لارو تړل یوازې افغانستان نه، بلکې پاکستاني سوداګرو، ترانسپورټرانو او د سرحد دواړو خواوو ولسونو ته هم اقتصادي زیانونه اړوي.

همدا متقابل اقتصادي تړاو دا امکان زیاتوي چې دواړه هېوادونه په پای کې د اوږدمهاله تقابل پر ځای د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د عملي تفاهم لاره غوره کړي. جغرافیه داسې واقعیت دی چې نه کابل ترې ځان جلا کولی شي او نه اسلام‌ اباد.

په سیمه کي هم وضعیت د پخوا په پرتله بدل شوی دی. چین، روسیه، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه، د خلیج هېوادونه او هند هر یو له خپلو ګټو سره سم له افغانستان سره اړیکې ساتي یا یې پراخوي. دې وضعیت افغانستان ته دا فرصت ورکړی دی چې خپلې بهرنۍ اړیکې تر یوه هېواد محدودې نه کړي.

دا بدلون په دې معنا نه دی چې پاکستان نور په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري. پاکستان لا هم د افغانستان یو مهم ګاونډی، سوداګریز شریک او امنیتي لوبغاړی دی. خو د پخوا په څېر دا امکان کم شوی دی چې یو ګاونډی هېواد په یوازې ځان د افغانستان پر مهمو ستراتیژیکو پرېکړو پراخ او مستقیم نفوذ ولري.

د پاکستان کورني حالات هم د اوږدمهاله تقابل وړتیا محدوده کوي. سیاسي بې‌ ثباتي، اقتصادي فشارونه، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه او په بلوچستان کې وسله‌ وال تاوتریخوالی د دولت پر مالي او امنیتي امکاناتو زیات فشار اچوي. دا ستونزې د پاکستان سیمه‌ ییز اهمیت نه ختموي، خو له افغانستان سره د اوږدې شخړې بیه ورته لوړه کوي.

تاریخي تجربه هم ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازې امنیتي فشار او متقابل تورونو تلپاتې حل نه دی رامنځته کړی. په تېرو لسیزو کې افغان حکومتونو هم پر پاکستان تورونه لګول چې وسله‌ والې ډلې یې له خاورې فعالیت کوي. پاکستان دغه تورونه ردول یا یې د کابل د غوښتنو مطابق اقدامات نه کول. اوس اسلام‌ اباد له کابل څخه ورته غوښتنې کوي.

د دې تاریخي تجربې مهم درس دا دی چې د سرحد دواړو خواوو امنیتي ستونزې یوازې د یو اړخیز فشار له لارې نه شي حل کېدی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، کډوالو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سرحدي مدیریت مسئلې یو له بل سره تړلې دي او ګډ سیاسي چوکاټ غواړي.

افغانستان او پاکستان به د جغرافیې، ټولنیزو اړیکو، اقتصادي اړتیاوو، کلتوري مشترکاتو او امنیتي اندېښنو له امله په راتلونکي کې هم د یو بل پر وضعیت اغېز لري. خو پوښتنه دا ده چې دغه اغېز به د فشار او تقابل له لارې مدیریت کېږي، که د متقابل احترام او خبرو له لارې.

په اوسنیو سیمه‌ ییزو شرایطو کې د نیابتي سیاستونو، اقتصادي فشار، سرحدي بندیزونو او پوځي اقداماتو دوام د دواړو هېوادونو لپاره د اوږدمهاله ثبات تضمین نه شي کولی.

عملي لاره دا ده چې کابل او اسلام‌ اباد د سیالو خو خپلواکو ګاونډیانو په توګه مستقیمې خبرې وکړي، د امنیت په برخه کې د متقابلو ژمنو واضح چوکاټ جوړ کړي، د کډوالو د راستنېدو منظم او انساني بهیر رامنځته کړي، سوداګري او ترانزیټ له سیاسي اختلافاتو تر ممکنه حده جلا وساتي او سیمه‌ ییز اقتصادي اتصال ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله ثبات به هغه وخت ممکن وي چې دواړه خواوې تعامل د تقابل په پرتله ګټور وبولي او امنیتي اختلافونه د زور پر ځای د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د حل وړ وګرځوي.