د پاکستان د ازادۍ ورځ رانږدې کېدو سره د پېښور په بازارونو کې د ۱۴ اګست اړوند توکو خرڅلاو زیات شوی دی. خلک د خپلو ماشومانو لپاره د پاکستان ملي بیرغونه، بیجونه، خولۍ او د کورونو او موټرو د سینګار نور توکي اخلي. دکانداران وايي، سږکال د ۱۴ اګست د اړوندو توکو پېرودونکي ډېر شوي او خلک له څو ورځو راهیسې د ازادۍ ورځې لپاره سودا اخلي.