پېښور کې د پاکستان مرکزي مسلم لیګ په کوربهتوب د «ازادۍ پیغام، لا اله الا الله محمد رسول الله نظام» تر عنوان لاندې ټولګوندي کانفرنس ترسره شو. په کانفرنس کې د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو استازو، دیني عالمانو، قومي او ټولنیزو مشرانو ګډون وکړ. ګډونوالو د پاکستان د جوړېدو پر موخو، ملي یووالي، قانون حاکمیت، سیاسي او اقتصادي ستونزو او د ولس پر هوساینې خبرې وکړې. په اعلامیه کې د ګرانۍ، بېروزګارۍ، امنیتي ستونزو او وسلهوال تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه شوې او د سیاسي تفاهم او ملي یووالي پر اړتیا ټینګار شوی دی. په دې ویډیو کې د کانفرنس مهمې خبرې او د ګډونوالو څرګندونې کتلی شئ.


سلمان یوسفزی