اسلام‌ اباد : پاکستان ،د اګست پر ۱۴مه، د خپلواکۍ ۷۹مه کلیزه د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اورلوبو، ولسي غونډو، ملي بیرغونو او سرکاري مراسمو له لارې نمانځي. په اسلام‌ اباد کې د شپې په دولسو بجو اورلوبې وشوې او ګڼ خلک سړکونو او عامه ځایونو ته راووتل.

د سږني خپلواکۍ د مراسمو یوه مهمه برخه په اسلام‌ اباد کې د «یادګار فتح» په نوم د نوي قامی یادګار پرانیسته وه. صدر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۳مه ماښام دغه څلی په ګډه پرانیست.

د پاکستان حکومت وايي، چې یادګار د هغو کسانو په درناوي جوړ شوی دی چې د هېواد لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۰۲۵م کال له هند سره د پوځي نښتې د یاد ساتلو لپاره هم ځانګړی شوی دی.

پاکستان د ۲۰۲۵م کال له هند سره شوې پوځي نښتې ته د «معرکه حق» نوم ورکوي او «یادګار فتح» هم د همدې حکومتي روایت د یادونې لپاره جوړ شوی دی.

وزیراعظم شهباز شریف د یادګار د پرانیستې له مراسمو وروسته په وینا کې وویل، چې پاکستان جګړه نه، بلکې سوله غواړي، خو د سولې غوښتنه باید د کمزورۍ په معنا وانخیستل شي. نوموړي وویل، چې که د پاکستان خپلواکۍ او ملي امنیت ته ګواښ پېښ شي، هېواد به یې ځواب ورکړي.

شهباز شریف له هند سره د اوبو پر روان اختلاف هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د پاکستان د اوبو حقونو ته ګواښ ورته د منلو نه دی. هغه وویل، چې د اوبو مسئله د پاکستان لپاره یوه مهمه ملي موضوع ده او اسلام‌ اباد به د خپلو حقونو ساتنه کوي.

هند د ۲۰۲۵م کال له پوځي نښتې وروسته د سیندونو د اوبو د وېش تړون ځنډولی و. پاکستان د هند دغه اقدام رد کړی او وايي، چې د هېواد د اوبو حقونه باید خوندي پاتې شي.

د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵م کال پوځي نښته وروسته له هغه پېل شوه چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یو برید کې ۲۶ کسان ووژل شول. هند پاکستان پلوه وسله وال د برید مسوول وبلل، خو اسلام‌ اباد دغه تور رد کړ.

وروسته دواړو هېوادونو د څو ورځو لپاره یو پر بل توغندیز، ډرون او نور بریدونه وکړل. له نښتو وروسته اوربند وشو، خو د کشمیر، امنیت او د سیندونو د اوبو پر سر اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي او د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې عادي حالت ته نه دي ستنې شوې.

پاکستان د ۱۹۴۷م کال د اګست پر ۱۴مه له برتانوي واکمنۍ وروسته د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو. د سږني کال د خپلواکۍ رسمي مراسم د بیرغ پورته کولو او نورو سرکاري او ولسي پروګرامونو سره دوام لري.