اسلام‌ اباد : د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې، ایف ای ای، د اسلام‌ اباد په ګلبرګ ګرینز سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۲۵۸ بهرني وګړي نیولي دي. چارواکي دعوه کوي، چې دغو کسانو په پاکستان کې د خپلو ویزو د شرطونو خلاف په کال سنټرونو او نورو سوداګریزو کارونو کې فعالیت کاوه.

د ایف ای ای د انساني قاچاق ضد څانګې چارواکو ،د اګست په ۱۳مه، ویلي دي، چې عملیات یې په ګلبرګ ګرینز کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې کړي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې د چین، وېتنام او اندونیزیا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو وګړي شامل دي.

د ادارې په وینا، یو شمېر نیول شوي کسان پاکستان ته په سیاحتي، سوداګریزو او نورو ویزو راغلي وو، خو د پلټنو پر مهال په داسې دفترونو او کال سنټرونو کې وموندل شول چې هلته یې د خپلو ویزو له ورکړل شویو شرطونو پرته کار کاوه.

ایف ای ای وايي، چې د نیول شویو کسانو پاسپورټونه، ویزې او پاکستان ته د هغوي د راتګ ریکارډونه کتل کېږي او د هر کس د قانوني حیثیت په اړه جلا پلټنې روانې دي. د ادارې په وینا، د ویزې د شرطونو د سرغړونې په تور مقدمې هم درج شوې دي.

په همدې سیمه کې د سایبري جرمونو ملي تحقیقاتي ادارې په جلا عملیاتو کې ۱۱۴ نور بهرني وګړي هم نیولي دي، چې ۱۱۱ یې چینایان او درې وېتنامیان دي. د سایبري جرمونو ادارې پر دغو کسانو تور لګولی دی چې په ناقانونه انلاین مالي فعالیتونو، انلاین درغلیو او بلیک مېل کولو کې یې لاس درلود.

چارواکي دعوه کوي، چې د دې ډلې ځینو کسانو به د انټرنېټ له لارې له خلکو سره اړیکې جوړولې او وروسته به یې د شخصي معلوماتو، خبرو یا ویډیوګانو په وسیله د پیسو لپاره بلیک مېل کول.

اداره وايي، چې د نیول شویو کسانو د موبایلونو، کمپیوټرونو، مالي راکړې ورکړې او انلاین اړیکو پلټنه روانه ده، څو معلومه شي چې په دې فعالیتونو کې نور کسان هم ورسره شریک وو او که نه.

په دواړو جلا عملیاتو کې ټول ۳۷۲ بهرني وګړي نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، د نیول شویو کسانو د شمېر د زیاتوالي له امله په ګلبرګ ګرینز کې یوه سوداګریزه ودانۍ په لنډمهاله توګه په فرعي زندان بدله شوې ده.

تر اوسه د لومړیو ۲۵۸ نیول شویو کسانو د تابعیت بشپړ جلا شمېر او په اړوندو کاروبارونو کې د هر یو کردار نه دی په ډاګه شوی. ټول نیول شوي کسان مشکوک دي. پر هغوي لګېدلي تورونه لا په عدالت کې ثابت شوي نه دي او د هر مشکوک په اړه به وروستۍ پرېکړه د قانوني او عدالتي بهیر له بشپړېدو وروسته کېږي.