کراچۍ : د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ایټالیا قونسلګرۍ د «فاره سینما ۲۰۲۶» یا ایټالوي سینما اونۍ نهم پړاو جوړ کړی دی، چې په ترڅ کې یې د ایټالیا د نامتو فلم جوړوونکي او لیکوال ایټوري سکولا دوه مشهور فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د پروګرام په ترڅ کې د سکولا د ۱۹۸۷م کال فلم «لا فامیلیا» او د ۱۹۹۸م کال فلم «لا چېنا» نندارې ته وړاندې شول. «لا فامیلیا» د یوې کورنۍ د څو نسلونو کیسه بیانوي، په داسې حال کې چې «لا چېنا» په یو رستورانت کې د بېلابېلو کسانو د اړیکو او ټولنیز ژوند کیسې را اخلي.
په کراچۍ کې د ایټالیا قونسل جنرل ،فابریزیو بیلي، د اګست په ۱۳مه، د مېلې ګډونوالو ته ویلي دي، چې د روان کال پروګرام د دې فلمي نوښت نهم پړاو دی او موخه یې له ایټالیا بهر د دغه هېواد سینما، فلم جوړوونکو، لیکوالانو، هنرمندانو او نورو مسلکي کسانو د کارونو معرفي کول دي.
نوموړي ویلي دي، چې د ایټوري سکولا په دواړو فلمونو کې کورنۍ، کور، ګډ خواړه، خپلمنځي اړیکې او د نسلونو ترمنځ تړاو داسې موضوعات دي چې د پاکستان او ایټالیا د ټولنو ترمنځ ګډ کلتوري ارزښتونه څرګندوي.
ایټوري سکولا د شلمې پېړۍ د ایټالیا له مهمو فلمي ډایرکټرانو او لیکوالانو څخه ګڼل کېږي. نوموړي د څه باندې پنځوس کلن مسلکي ژوند پر مهال د ایټالیا سیاسي، ټولنیز او تاریخي بدلونونه په خپلو فلمونو کې انځور کړي وو. د هغه «لا فامیلیا» فلم په ۱۹۸۷ کال کې د کان فلمي مېلې د رسمي سیالۍ برخه هم و.
دا پروګرام د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت په ملاتړ او په کراچۍ کې د ایټالیا د قونسلګرۍ او نیوپلېکس سینما په همکارۍ جوړ شوی و. منتظمین وايي، چې د دې پروګرام موخه د سینما له لارې د ایټالیا او پاکستان ترمنځ د کلتوري اړیکو او یو بل د ټولنیزو ارزښتونو د پېژندنې پراخول دي.


شال نیوز