پاړاچنار : د کرمې ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د درې جلا پېښو پر مهال د اېف سي یو سرتېری وژل شوی، یو ملکي کس سخت ټپي شوی او د اېف سي یوې پوستې ته د ډرون په برید کې لږ زیان اوښتی دی.

د پولیسو سرچینو ،د اګست په ۱۴مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې لومړۍ پېښه د کوزې کرمې د صدې بای پاس سړک ته څېرمه د تیندو چیک پوسټ په سیمه کې شوې، چې وسله والو د اېف سي پر سرتېرو سنایپر ډزې کړې دي.

پولیس وايي، چې په ډزو کې د اېف سي لانس نایک ،عدنان بېټنی، وژل شوی دی. د برید کوونکو د شمېر او د برید د دقیق ځای په اړه نور جزییات تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

دویمه پېښه هم په کوزه کرمثه کې د اړاولي په سیمه کې شوې ده، چې وسله والو د اېف سي پر یو چیک پوسټ د ډرون برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، په برید کې چاته مرګ‌ ژوبله نه ده اوښتې، خو د پوستې یوې برخې ته لږ زیان رسېدلی او د ودانۍ د کړکیو ښیښې ماتې شوې دي.

درېیمه پېښه د بره کرمې په پیواړ سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، چې د غنډي خېل په سیمه کې په یوه خامه لاره کې اېښودل شوی چاودېدونکی توکی چاودلی، چې له امله یې ،ګلزار حسین، نومی کس سخت ټپي شوی دی.

ټپي شوی کس له پېښې وروسته سمدستي روغتون ته رسول شوی دی. د هغه د روغتیا د اوسني حالت په اړه نور رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. پولیس وايي، د درې واړو پېښو په اړه یې پلټنې پېل کړې او د بریدونو د مسؤلینو د پېژندلو او نیولو لپاره لټون روان دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو درې واړو پېښو مسؤلیت نه دی منلی. د شال نیوز له خوا د پېښو د نورو جزییاتو د خپلواک تایید هڅه روانه ده.