مستونګ : د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د صوبې د کورنیو چارو وزیر ،میر ضیاء الله لانګو، پر سیکیورټي سکواډ وسله وال برید شوی، چې پکې د ترهګرۍ ضد ځواک «ای ټي اېف» شپږ سرتېري ژوبل شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، پېښه ،د اګست پر ۱۴مه، د سهار شاوخوا ۱۱ بجې د مستونګ په کھډکوچه ګرو سیمه کې د این-۲۵ ملي لویې لارې پر سر شوې ده. سرچینې وايي، چې میر ضیاء الله لانګو له قلات څخه کوټې ته روان و، چې ناڅرګنده وسله والو د هغه د سیکیورټي سکواډ پر موټرو ډزې وکړې.

د برید پر مهال د سیکیورټي سرتېرو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده. په پېښه کې د کورنیو چارو وزیر ته زیان نه دی رسېدلی او نوموړی روغ رمټ پاتې شوی دی. د لومړي معلوماتو له مخې د ډزو په تبادله کې د ای ټي اېف درې سرتېرو، نصر الله، سمیع‌ الله او زکریا، ژوبلېدو خبر ورکړی شوی و چې دا شمېر وروستو شپږو ته لوړ شو.

ژوبل سرتېري لومړی د مستونګ نواب غوث بخش روغتون ته رسول شوي، چې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نور علاج لپاره کوټې ته منتقل کړل شوي دي. د روغتیايي سرچینو په وینا، د ژوبلو له ډلې د دوو سرتېرو روغتیایې وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه د برید ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې. د برید کوونکو د شمېر، پېژندګلوۍ او د هغوي د نیولو په اړه هم رسمي تفصیل نه دی خپور شوی. امنیتي ځواکونو د پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.