واشنګټن : د امریکا پخواني د انرژۍ وزیر او له ایران سره د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون له مهمو مذاکره‌ کوونکو ،ارنېسټ مونیز، ویلي دي، چې د ایران او امریکا روانه جګړه د اوږدې ناکامې سفارتکارۍ نتیجه ده او که د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون پر خپل ځای پاتې شوی وای، ښيي اوسنی جنګ نه وای رامنځته شوی.

مونیز ،د اګست په ۱۳مه، له فایننشل ټایمز سره په تازه مرکه کې ویلي دي، چې د ۲۰۱۵م کال تړون د ایران اټومي پروګرام سخت محدود کړی و او د نړیوالو څارونکو لپاره یې د پراخې څارنې زمینه برابره کړې وه.

د هغه په وینا، له تړونه د امریکا تر وتلو وروسته حالات په تدریجي ډول خراب شول، ایران خپل اټومي فعالیتونه پراخ کړل او د یورانیمو د غني کولو کچه یې تر هغو حدونو پورته کړه چې په تړون کې پرې موافقه شوې وه.

مونیز ویلي دي، چې که د ۲۰۱۵م کال تړون ژوندی پاتې شوی وای، د ایران اټومي پروګرام به تر سختو محدودیتونو لاندې و او د اوسني پوځي بحران د رامنځته کېدو امکان به ډېر کم و.

هغه د امریکا له خوا د پراخ پوځي جنګ پر پېل هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې محدود پوځي فشار ښيي لا د خبرو لپاره یو څه ځای پرېښی وای، خو د جګړې پراخېدو د واشنګټن او تهران ترمنځ د باور او مذاکرې امکانات نور هم کم کړي دي.

مونیز د افغانستان او وېتنام د جګړو مثالونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې اوږدې سیمه‌ ییزې جګړې د امریکا لپاره په تېر کې هم له سختو پوځي او سیاسي ستونزو سره ملې پاتې شوې دي.

د ده په وینا، اوس تر ټولو ستره ستونزه د باور نشتوالی دی. مونیز وايي، چې له ۲۰۱۵م کال تړونه د امریکا تر وتلو او ورپسې پوځي اقداماتو وروسته تهران ته دا ډېره سخته ده چې یو ځل بیا د واشنګټن پر ضمانتونو باور وکړي.

هغه خبرداری ورکړی دی چې یوازې د ایران اټومي پروګرام محدودول نور کافی نه دي، ځکه د منځني ختیځ نور هېوادونه هم د خپلو امنیتي اندېښنو له امله د اټومي ظرفیتونو د پراخولو فکر کولی شي.

مونیز د دې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی دی چې ایران، سعودي عرب او متحده عربي امارات دې د اټومي سون‌ توکو په یو ګډ سیمه‌ ییز نظام کې شامل شي.

د هغه د طرحې له مخې، د یورانیمو غني کول او د اټومي سون‌ توکو تولید باید د یو هېواد پر ځای د څو هېوادونو د ګډې ادارې او سخت نړیوال څار لاندې ترسره شي.

مونیز د اروپا د «یورینکو» ګډ نظام مثال ورکړی او ویلي یې دي چې ورته ماډل په منځني ختیځ کې هم د سوله‌ ییزې اټومي انرژۍ اړتیا پوره کولی شي او په عین وخت کې د اټومي وسلو د جوړولو خطر راکمولی شي. هغه ټینګار کړی دی  چې د یورانیمو د غني کولو هر ډول اجازه باید له سختې، خپلواکې او دوامدارې نړیوالې څارنې سره تړلې وي.

مونیز د اټومي وسلو د پراخېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که د سیمې هېوادونه دې نتیجې ته ورسېږي چې د خپل امنیت لپاره اټومي وسلې ضروري دي، نو د ایران بحران به د ټول منځني ختیځ په اټومي سیالۍ بدل شي.

نوموړي د امریکا د نړیوال اعتبار په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې کله واشنګټن له یو نړیوال تړون څخه وځي، نور هېوادونه دا پوښتنه کوي چې له امریکا سره شوې راتلونکې موافقې به څومره دوام وکړي.

د مونیز په وینا، حتی د امریکا د حکومت په بدلېدو سره هم نړیوال باور زر نه شي بېرته جوړېدی، بلکې د څو پرله‌ پسې حکومتونو ثابتې او دوامدارې تګلارې ته اړتیا لري.

ارنېسټ مونیز اټومي فزیک‌ پوه دی او د بارک اوباما د حکومت پر مهال د امریکا د انرژۍ وزیر و. هغه د ۲۰۱۵م کال د ایران اټومي تړون په تخنیکي مذاکراتو کې مهم رول درلود.

د هغه د مرکې اساسي پیغام دا دی چې د ایران او امریکا روانه جګړه یوازې په پوځي زور نه شي حل کېدی؛ بلکې د اوږدمهاله حل لپاره باید د ایران او د خلیج د عرب هېوادونو اټومي پروګرامونه د یوه ګډ، سخت څارل شوي سیمه‌ ییز چوکاټ لاندې راوستل شي.