نجران : د یمن حوثیانو ویلي دي، چې د سعودي عربستان په نجران سیمه کې یې د دولتي تېلو شرکت ارامکو تاسیسات د ډرون په برید په نښه کړي دي. د حوثیانو له اړخه یوې پوځي سرچینې ،د اګست په ۱۴مه، ویلي دي، چې برید په دوو ډرونونو شوی او ،د دوي په دعوه، دواړه ډرونونه خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.
حوثیان وايي، چې دا برید د سعودي جنګي الوتکو له لوري د یمن د صعده ولایت د شمال ختیځ هوايي حریم د ماتولو په غبرګون کې شوی دی.
سعودي عربستان تر اوسه په نجران کې د ارامکو پر تاسیساتو د دې تازه برید د زیان او مرګ ژوبلې په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره کړي، نو د حوثیانو د هدف د لګېدو دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې په وروستیو ورځو کې حوثیانو د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو څو ځله د بریدونو دعوه کړې ده.
تر دې وړاندې حوثیانو په جازان کې هم د ارامکو پر تاسیساتو د ډرون بریدونو مسوولیت منلی و. سعودي چارواکو د ځینو دغو پېښو په تړاو د اور لګېدو خبر ورکړی، خو د حوثیانو د ټولو دعوو بشپړ جزییات یې نه دي تایید کړي.
د حوثیانو وروستي بریدونه د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د ګډ دفاعي تړون له اعلان وروسته هم روان دي. د تړون له مخې، پر یو غړي وسله وال برید د ټولو غړو پر ضد برید ګڼل کېږي، خو تر اوسه پاکستان او ترکیې د نجران د تازه برید په تړاو د کوم عملي غبرګون اعلان نه دی کړی.


شال نیوز