په داسې حال کې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د "فرورۍ د ۲۸مې" د جګړې راهیسي اعلان شوی اوربند خورا په نازک حالت کې دی، د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو امریکا ته یو نوی او سخت خبرداری ورکړی دی. بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ،مارکو روبیو، په قطر کې د جګړې د مخنیوي او د تېلو د لېږد د لارې د خلاصولو لپاره مهمې لیدنې کتنې پېل کړې دي.

 

د سپاه پاسداران خبرداری: پر امریکایي اډو د برید ګواښ
 

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو نن په یو رسمي بیان کې په خورا سختو ټکو کې ویلي، چې که چېري د دوي پر تېلي ټانکرونو یا سوداګریزو کښتیو هر ډول برید وشو، نو دوي به یې ځواب په سیمه کې د امریکا پر یوې پوځي اډې باندې د پراخ برید له لارې ورکړي.

 

دا ګواښ وروسته له هغه مخې ته راغلی چې امریکایي ځواکونو د ایران د بندرونو سمندري محاصره نوره هم کلکه کړې ده. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په وینا، د اپریل له ۱۳مې راهیسي یې لږ تر لږه ۵۸ سوداګریزي کښتۍ له خپلې لارې ګرځولې او څلور نورې یې له کاره غورځولې دي، ترڅو د ایران بندرونو ته د توکو د رسېدو مخه ونیسي. ایران دا ګام د سمندري غلا په مانا بولي او وایي چې د خپل اقتصاد د ساتلو لپاره هر ډول پوځي ځواب ته چمتو دی.

 

مارکو روبیو او د قطر له لومړي وزیر لیدنه
 

د کړکېچ د کمولو او د یوې ممکنې ډیپلوماټیکي حل لارې د موندلو په موخه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ،مارکو روبیو، په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره وکتل. په دې لیدنه کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند پر دوام، د سیمي پر ثبات او په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پر لارو چارو تفصیلي خبرې وشوې.

 

مارکو روبیو د سیمي په ثبات کې د قطر د منځګړیتوب رول وستایه، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا به د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د ایران پر ضد فشارونو ته دوام ورکړي. قطر، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یو پله حیثیت لري، یو ځل بیا غوښتنه کړې چې دواړه خواوې دې له زغم څخه کار واخلي ترڅو سیمه له یوې بلې ویجاړونکې جګړې وژغورل شي.

 

په لبنان کې د اسراییلي بریدونو دوام او د حزب الله غبرګون
 

سره له دې چې د جګړې د درولو په اړه په لوړه کچه خبرې اترې روانې دي، په لبنان کې د اسراییلو هوايي بریدونو شدت موندلی او اوربند یوازې په نوم پاتې شوی دی. په سویلپ لبنان کې د سکساکیه په سیمه کې د اسراییلو په یو خونړي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، چې ویل کېږي ډېری یې ملکي وګړي دي. د لبنان د روغتیا وزارت وایي چې په بریدونو کې کورونه او روغتونونه هم په نښه شوي دي.

 

بل خوا، حزب الله هم د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د اسراییلي ټانکونو د ویشتلو ویډیوګانې خپرې کړي او دعوه یې کړې چې د دښمن پرمختګ یې په څو ځایونو کې ډپ کړی دی. دې حالت په سیمه کې د بشري ناورین په اړه نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

 

د هرمز تنګي بندېدل او د نړۍ پر اقتصاد یې ناوړه اغېزې
 

د هرمز په تنګي کې، چې د نړۍ د تېلو د لېږد تر ټولو مهمه لاره ده، سوداګریز تګ راتګ نږدې په بشپړ ډول په ټپه ولاړ دی. تازه سټلایټي معلومات او د مارین ټرافیک راپورونه ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هیڅ یوې لویې سوداګریزې کښتۍ له دغه تنګي څخه تېرېدل نه دي کړي.

 

دې حالت د نړۍ پر اقتصاد ډېر دروند اغېز کړی او د تېلو بیې یې په نړیوالو بازارونو کې په بې ساري ډول لوړې کړې دي. روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې اړه ویلي، چې که دا جګړه زر پای ته ونه رسېږي، نو ټوله نړۍ به زیانمنه شي.

 

پوتین وړاندیز کړی چې روسیه چمتو ده د ایران بډایه شوی یورانیوم په خپله خاوره کې وساتي ترڅو د اټومي وسلو په اړه د امریکا اندېښنې کمې شي او د جګړې د درېدو لپاره لاره هواره شي.