د بلوچستان د مستونګ ضلعې د لک پاس په سيمه کې د پاکستان کسټمز په ګودام کې لګېدلي اور پراخ زيانونه رامنځته کړې دي. د چارواکو په وينا، دا پېښه ،د مې په ۱۰مه، د سهار شاوخوا لسو نه تر يوولسو بجو په وخت کې رامنځته شوې ده.

 

سرچیني وایي، چې د اور لمبې د ګودام دننه موجودو د سون توکو، کيمياوي موادو، ټايرونو او ټوکرانو له امله په ډېر لږ وخت کې خپرې شوې او ټوله ودانۍ يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

 

د چارواکو په وینا، د ايل پي جي باؤزرو او د ګېس سلنډرونو پرله پسې چاودنو د اور شدت نور هم زيات کړ، چې له امله يې ۳۷ کسان ژوبل شول او د ميلياردونو روپو په ارزښت سامان له منځه لاړ، او تر ۱۰۰ زياتې موټرې هم سوځېدلې دي.

 

د اور وژنې د څانګې مشر دا پېښه د درېيمې درجې اور بللی او زياته کړې يې ده چې د ژغورنې د عملياتو پر مهال زورورې چاودنې شوې دي. د ژوبلو په ډله کې د عام خلکو تر څنګ د افتونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي ايم ای) ډي جي، د مستونګ ډپټي کمشنر او د سرياب اسسټنټ کمشنر هم شامل دي، چې د چاودنو له امله لږ ژوبل شوي دي.

 

ټول ژوبل کسان لومړی شيخ زېد روغتون ته او وروسته د کوټې سول روغتون د سوځېدلو څانګې ته لېږدول شوي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت اندېښمن ښودل شوی دی.

 

بلخوا، د پېښې له تېرېدو تر ۲۴ ساعتونو زيات وخت وروسته هم اور په بشپړه توګه نه دی کنټرول شوی او د ژغورنې کارونه لا هم دوام لري. د پي ډي ايم ای ۱۳ امبولانسونه، له لسو زيات اور وژونکي موټرې او ګڼ شمېر رېسکيو کارکوونکي په سيمه کې موجود دي.

 

انتظاميې د خطر د مخنيوي لپاره د پېښې شاوخوا ۵۰۰ ګزه سيمه تړلې ده، خو د کوټه کراچۍ لويه لار، چې د امنيتي تدابيرو له مخې تړل شوې وه، د اور د شدت له کمېدو وروسته د تګ راتګ لپاره بېرته پرانيستل شوې ده، خو د پېښې ځای ته نږدې لا هم د پوليسو او ايف سي امنيتي ګزمې روانې دي.

 

چارواکي وايي چې د اور بشيړه مړ کېدو وروسته به د زيانونو وروستی او کره اټکل وړاندې شي.