د پاکستان د اوسني حالاتو جاج دا ښيي چې دا هېواد دا وخت د خپل تاريخ له يو داسې پړاو تېرېږي چې پکې سياسي جنجالونه او د ناامنۍ نوې څپې يو ځای شوي دي.
د ‘کونسل ان فارن ريليشنز’ د جاج له مخې د ۲۰۲۶ کال په سر کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو تر ټولو خرابه بڼه هغه وخت مخې ته راغله، کله چې پاکستان په رسمي توګه له خپل ګاونډي هېواد سره د خلاص جنګ اعلان وکړ.
دا لويه پرېکړه د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه وروسته له هغه وشوه، کله چې د پاکستان جنګي الوتکو په کابل او کندهار کې د هغه ځای د واکمنو پر پوځي اډو درنې بمبارۍ وکړې. دا بريدونه په تېرو څو لسيزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مخامخ او خطرناکه پوځي مقابله ده چې ټوله سيمه يې د يوې لويې جګړې تر درشل پورې رسولې ده.
د دې نښتو بنيادي لامل د وسلوالو ډلو فعاليتونه ښودل کېږي، ځکه چې اسلام اباد په پرله پسې توګه دا تور لګوي چې دغه ډلې د افغانستان خاوره کاروي. که څه هم د کابل واکمن دا خبرې نه مني خو په پاکستان کې د بریدونو سېوا کېدو د اسلام اباد صبر ختم کړی دی او راپورونه ښيي چې په تېرو څو کلونو کې د بدامنۍ کچه درې چنده زياته شوې ده.
د پاکستان په کور دننه حالات هم له خطرناکو ننګونو سره مخ دي، او د بلوچستان په صوبه کې د ازادۍ غوښتونکو ډلو خپلو فعاليتونو ته نوې بڼه ورکړې ده. د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په مياشت کې د دغو وسلوالو له خوا د پاکستان پر ساحلي ساتونکو د کښتۍ لومړنی بريد دا په ډاګه کړه چې دغه جنګ اوس يوازې پر وچه پورې محدود نه دی پاتې، بلکې سمندري پولو ته هم غځېدلی دی.
دا ډول کاروايانې د پاکستان د لويو پروژو لپاره يو ډېر لوي ګواښ دی چې پکې د اربونو ډالرو پانګونه شوې ده. که څه هم چين هڅه کړې، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځه منځګړيتوب وکړي او په اورومچي کې يې څو ځلې د دواړو خواو استازي سره کېنولي هم دي، خو تر اوسه دا خبرې کومې غټې پایلې ته نه دي رسېدلي، ځکه چې د بې باورۍ فضا ډېره ژوره ده.
د دې تر څنګ پاکستان له يوې داسې اقتصادي تباهۍ سره مخ دی چې هېواد تر غاښونو په پورونو کې ډوب دی، په هېواد کې د ګرانۍ کچه ريکارډ حد ته رسېدلې ده او د نړيوالو مالي ادارو د شرطونو پوره کول د عام ولس لپاره د ژوند تېرول ناممکن کړي دي. په سياسي مېدان کې د پخواني وزيراعظم له واکه لرې کېدو د پاکستان په تاريخ کې يو داسې وېش پيدا کړی چې مخکې يې مثال نه و ليدل شوی او د هغه پلويان پر پوځي ادارو باندې د مستقيمو نيوکو له امله له سختو فشارونو سره مخ دي.
د سياسي مشرانو بندي کېدل او پر هغوي باندې د بې شمېره دوسيو ثبتول د هېواد سياسي سکون په پوره ډول له منځه وړی دی. دا وخت پاکستان د يوې داسې دوه لارې پر سر ولاړ دی چې يو لور ته يې د اور لمبې دي او بل لور ته يې اقتصادي ډيوالتوب دی. که چېري اسلام اباد ونه توانېږي چې له خپلو ګاونډيانو سره د رښتيني ډيالوګ له لارې ستونزې حل کړي او په کور دننه سياسي پخلاينه رامنځته نه کړي نو د سيمي امنيتي نقشه به په پوره ډول بدله شي، او د اټومي وسلو د خونديتوب ستونزه هم په نړيواله کچه يادېږي ځکه چې بې ثباته پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره يو اسان هدف کېدلی شي.
په پای کې دا ويلای شو چې د پاکستان راتلونکی په دې پورې تړلی دی چې دوي څنګه خپلې کورنۍ ناندرۍ ختموي او که دا کار ونه شو نو دا خلاص جنګ به نه يوازې پاکستان بلکې ټوله سيمه په خپل لپې کې واخلي.

شال نیوز