د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په کابل کې نیول شوي درې افغان خبریالان، منصور نیازی، عمران دانش او جاوېد نیازی، سمدستي خوشې کړي.
د دغه سازمان د سویلي اسیا څانګې په یوه اعلامیه کې د دغو خبریالانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، چې طالبان باید زر تر زره د دوي د ساتنې ځای معلوم کړي.
اعلامیه زیاتوي چې د خبریالانو دا نیونې د رسنیو د وېرولو او له خبریالانو د غچ اخیستنې د لړۍ برخه ده. سازمان خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو جبري لادرکه کول د شکنجې او ناوړه چلند د خطر په اړه جدي اندېښنې پیدا کوي.
طلوع نیوز تېره یکشنبه تایید کړې چې د دغه رسنۍ دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش، د طالبانو لخوا نیول شوي دي. همداراز جاوېد نیازی د “پیکرد” خبري اژانس مسوول مدیر دی.
که څه هم طالبانو تر اوسه د دغو نیونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو مخکې یې ویلي وو چې د شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
بل لور ته، د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ګواښونو د نوې څپې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه مرکز له واکمنې ادارې غوښتنه کړې، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي او د وروستیو نیول شویو خبریالانو ترڅنګ نور بندیان خبریالان هم خوشې کړي.

شال نیوز