دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له ایران سره وروستی شوی اوربند د نړېدو په حال کې دی او دی غواړي چې په جګړه کې د بشپړې بریا لپاره په هرمز تنګي کې پوځي عملیات بېرته پېل کړي.

 

دغه خبر ،چې په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي، ښيي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا حساس پړاو ته رسېدلی دی. ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې هغه اوربند چې د روان کال د اپریل پر اتمه نېټه رامینځته شوی و اوس مهال دومره کمزوری شوی، چې نور پرې باور نه شي کېدای.

 

نوموړي زیاته کړه چې د "تلپاتې ازادۍ" تر عنوان لاندې د هغو عملیاتو پر بیا پیلولو په جدي توګه غور کوي ،چې په هرمز تنګي کې د ایران د ممکنه ګواښونو پر وړاندې برابر شوي وو. ښاغلي ټرمپ وروسته له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې هم وویل، چې که څه هم تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د عملیاتو دوباره پیلول د هغه د کاري لومړیتوبونو برخه ده.

 

د یادونې وړ ده چې دغه عملیات د مې میاشتې پر شپږمه نېټه پېل شول خو په سیمه کې د روانو حالاتو له امله په تېره یوه اوونۍ کې له دوه ورځو کمه موده کې ودرول شول. خو اوس د سپیني ماڼۍ چارواکي وايي چې د دوي هدف یوازې یوه لنډمهاله ارامي نه ده، بلکې دوي غواړي په دغه سیمه کې یوه داسې بریا ترلاسه کړي چې د تل لپاره د تېلو د لېږد رالېږد دغه مهمه لاره خوندي کړي.

 

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل چې مونږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو او په دې لاره کې به له هیڅ ډول اقدام څخه درېغ ونه کړو.

 

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د رسولو یو له خورا حیاتي نقطو څخه ګڼل کېږي، او هر ډول پوځي خوځښت په کې د تېلو په بیو او نړیوال اقتصاد مستقیمه اغېزه لرلای شي.

 

تر اوسه د ایران چارواکو د ولسمشر ټرمپ د دغو تازه ګواښونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي و چې د هر ډول تېري ځواب به په کلکه ورکوي.