پېښور — د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د ۲۰۲۶ کال د اپریل په ۴مه نېټه باجوړ ضلعې ته د خپل سفر پر مهال د ضم شویو قبایلي ضلعو لپاره د یو ټریلیون روپیو د ترقیاتي پیکج اعلان کړې دې۔

اعلی وزیر په باجوړ کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د دغه ترقیاتي پیکج لویه برخه به د سیمې د ځوانانو په تعلیم او د ولس په روغتیايي اسانتیاوو مصرف کېږي۔ نوموړي په ډاګه کړه چې یوازې ۴۰۰ اربه روپۍ به د تعلیمي ادارو د رغولو او په روغتونونو کې د عصري وسایلو په برابرولو لګول کېږي۔

سهیل اپریدي په خپله وینا کې د باجوړ د ولس لپاره د یو شمېر نویو پروژو زیری هم ورکړ چې پکې په باجوړ کې د پوهنتون د یو کېمپس جوړول او د نرسنګ کالج بیا پرانیستل شامل دي هغه وویل چې حکومت یې هوډ لري ترڅو ضم شوې قبایلي سیمې د هېواد له نورو برخو سره د پرمختګ په منډه کې برابرې کړي او د خلکو محرومۍ ختمې کړي۔

اعلی وزیر د سیمې د سړکونو او د څښاک پاکو اوبو د پروژو د ژر تر ژره بشپړولو لارښوونه هم وکړه او ویې ویل چې د دغه ترقیاتي پیکج د پلي کېدو څارنه به په خپله کوي ترڅو د فساد مخه ونیول شي او حق حقدار ته ورسېږي۔