د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ،د مې په ۱۳مه، په کابل کې د یوې رسمي غونډې پر مهال خپلو امنیتي او خدماتي ادارو ته ۲۳۰۰ ځانګړي وسایط وسپارل، څو د پولیسو او اړوندو څانګو عملیاتي وړتیاوې پیاوړې شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو وسایطو کې موټرسایکلونه، هایلکس او کرولا ډوله چټک نقلیه وسایط شامل دي. چارواکي وایي، له ټول شمېر څخه ۲۰۰۰ وسایط امنیتي پولیسو ته، ۱۰۰ د کابل امنیې قومندانۍ ته، ۵۰ د اوروژنې کارکوونکو ته او ۱۵۰ نور ترافیک پولیسو ته ورکړل شوي دي.
د وسایطو د وېش مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو وویل، دا اقدام د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون، ښاري نظم او خدماتي چارو د اغېزمنتیا لپاره ترسره شوی دی.
چارواکو، همداراز اعلان وکړ چې له دې وروسته به د هر امنیتي او خدماتي ارګان وسایط ځانګړی رنګ ولري، څو د پولیسو او نورو ادارو نقلیه وسایط په اسانۍ سره وپېژندل شي. د دوي په وینا، پخواني وسایط به هم د همدې طرحې له مخې رنګ شي.
د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د دغو وسایطو د مالي لګښت او د تمویل سرچیني په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

بریال منګل