ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا پر پاکستان خپل باور څرګند کړی، په داسې حال کې چې ،د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په اړه، د نوو راپورونو له امله په واشنګټن کې سیاسي بحثونه زیات شوي دي.


ټرمپ ویلي، چې اسلام‌اباد کولای شي د منځګړي په توګه مهم رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي هڅې وکړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان په تېرو میاشتو کې هم په سیمه کې د شخړو په کمولو او د لنډمهاله اوربند په ټینګولو کې مهمه ونډه اخیستې ده، او دی باور لري چې دا رول نور هم پراخېدای شي.

 

خو دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي، چې په امریکا دننه سیاسي فضا توده ده. سناتور لینډسي ګراهام او ځینو نورو امریکايي سیاستوالو پر پاکستان نیوکې زیاتې کړې دي او د هغو راپورونو یادونه کوي چې پکې ادعا شوې، چې ایران خپل ځیني پوځي الوتکې او وسایل د پاکستان په ځینو هوایي اډو کې ځای پر ځای کړي دي، څو د احتمالي بریدونو څخه خوندي پاتې شي.

 

دغه راپورونه، چې د یوې امریکايي خبري سرچیني له خوا خپاره شوي، په واشنګټن کې یې د اندېښنو یو نوی باب پرانستی دی. ګراهام ویلي، که دا ادعاوې رښتیا ثابتې شي نو پاکستان به د بې‌ طرفه منځګړي رول له لاسه ورکړي او د داسې هېواد په توګه به وکتل شي چې د یوه لوري په ګټه عمل کوي.

 

بل لور ته د امریکا د دفاع وزارت په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو د سپیني ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د نظر اختلافونه ښکاره شوي دي، چې دا ښيي د ایران په اړه د امریکا په پالیسۍ کې دننه هم یو ګډ دریځ نشته.

 

پاکستان په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه کوم واضح غبرګون نه دی ښودلی، خو د ډیپلوماټیکو سرچینو له مخې اسلام‌اباد هڅه کوي چې د خپل منځګړیتوب رول وساتي او دواړه خواوې بیا د خبرو مېز ته راولي. ویل کېږي چې پاکستان د تېرې یوې موافقې وروسته هم پر دې هڅه بوخت دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکي د خبرو له لارې عادي کړي.

 

ولسمشر ټرمپ بیا د ایران وروستي وړاندیزونه “د منلو نه وړ” بللي او ټینګار یې کړی چې د امریکا دریځ به په کلکه پاتې وي، خو له بلې خوا یې د پاکستان د رول ستاینه هم کړې ده او هغه یې د سیمي د ثبات لپاره مهم بللی دی.

 

دا وضعیت داسې وخت کې رامنځته شوی دی چې منځنی ختیځ او د سیمي سیاسي فضا له مخکې نه کړکېچنه ده، او نړیوال څارونکي په دې نظر دي چې که ډیپلوماټیکې هڅې بریالۍ نه شي، نو شخړه لا هم پراخېدو ته نږدې کېدای شي.