د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، وايي چې د خپلو امکاناتو او د بشري مرستندویو بنسټونو په همکارۍ یې ۲۲۱ هغو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلې دي، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.

 

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د د ډنمارک د کډوالو شورا او د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د ترسره شوې سروې له بشپړېدو وروسته مستحقو کورنیو ته ورسول شوې.

 

چارواکي وایي، د مرستو په لړ کې ۳۱ کورنیو ته هرې یوې ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، دوه سولري څراغونه او دوه د کورنیو وسایلو صندوقونه ورکړل شول. سربېره پر دې، څلورو هغو کورنیو ته چې د استوګنې ځایونه یې په بشپړه توګه زیانمن شوي وو، یوه یوه خېمه هم وسپارل شوه.

 

همدارنګه، د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې ۱۸۱ کورنیو ته د روغتیا ساتنې کڅوړې ووېشلې، او د ډنمارک د کډوالو شورا ۹ کورنیو ته له ۱۳ زره څخه تر ۱۸ زره او ۵۰۰ افغانیو پورې نغدي مرستې ورکړې. د چارواکو په وینا، د نغدو مرستو ټولیز ارزښت ۱۳۸ زره او ۵۰۰ افغانیو ته رسېږي.
 

د کندهار د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ریاست ویلي چې هڅه کوي د بشري شریکانو په همکارۍ له طبیعي افتونو او نورو بېړنیو پېښو څخه زیانمنو شویو کورنیو ته پر وخت لازمې مرستې ورسوي.